تاند- په تاشکند کې د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو له کتنې وروسته دوو هیوادونو تر ۲۰ زیات سندونه او د صادراتو په برخه کې تر ۴۰ ډېر قراردادونه لاسلیک کړل.
ولسمشر غني پرون /دوشنبه/ ازبکستان ته ورسېد.
د ازبکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر نن /سې شنبه/ وویل لومړی ولسمشر محمد اشرف غني او ولسمشر شوکت میرضیایف سره ولیدل ورپسې د دوو هیوادونو پلاوو خبرې وکړې.
دواړو خولسمشرانو له تروریزم سره د مبارزې، د مخدرو موادو د مخنیوي او د منځنۍ اسیا د امنیت د ټینګښت په شمول په نړیوالو او سیمه ییزو مسلو خبرې وکړې.
د افغانستان او ازبکستان پلاوو د اقتصاد، سوداګرۍ، ترانسپورت، تعلیم، کرنې، روغتیا او پانګونې په برخو کې د همکاریو د زیاتېدو په هدف ۲۰ سندونه لاسلیک کړل.
د ازبکستان د ولسمشرۍ دفتر وايي چې د دواړو خواوو د موافقو ارزښت ۵۰۰ ملیون ډالرو ته رسېږي.