افغانستان او ازبکستان

تاند- د افغانستان او ازبکستان حکومتونو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د زیاتولو لپاره یو پروتوکول لاسلیک کړ.

د ازبکستان حکومتي سرچینو نن /شنبه/ وویل، په دې پروتوکول کې د سوداګرۍ، د برېښنا د انجنیرۍ، ترانسپورت او ترانزیت په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا شامله ده.

پروتوکول په تاشکند کې د افغانستان او ازبکستان د حکومتونو ترمنځ له خبرو وروسته لاسلیک شو.

د ازبکستان له لوري د دغه هیواد د بهرنیو اقتصادي اړیکو وزیر الیور ګانییف او د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو لپاره د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني خاص استازي شاکر کارګر لاسلیک کړ.

د دې موافقې پر اساس به دوه هیوادونه د اورګاډي د ترانسپورت، په ځانګړي ډول د مزارشریف، هرات او د افغانستان د شمال لوېدیځ زون په کچه همکاري کوي.

د ازبکستان د رېلوې دولتي شرکت د مارچ په میاشت کې د درو کلونو لپاره د حیرتان- مزارشریف د اورګاډي د پټلۍ د ساتنې، فعالیت او مدیریت قراداد تمدید کړ.

دا پټلۍ په ۲۰۱۰ کال ازبکستان جوړه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *