تاند- د افغانستان او متحده عربي اماراتو حکومتونو په خپل منځ کې یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس به یې دواړه حکومتونه یو بل ته په خپلو هیوادونو کې د سفارتونو لپاره مځکې ورکوي.

د متحده عربي اماراتو (دي نشنل) ورځپاڼې نن /چهارشنبه/ راپور ورکړ چې دا موافقه د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالو همکاریو سرپرست مرستیال احمد ساري المزروعي او په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر عبدالفرید زکریا د اماراتو په بهرنیو چارو وزارت کې لاسلیک کړ.

المزروعي د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر اهمیت او هغو لارو چارو ټینګار وکړ چې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې لا زیاتوي.

د اماراتو (دي نشنل) ورځپاڼه وايي، په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفارت د سږکال په مې میاشت کې د کابل په زنبق څلور لاره کې د زورورې ټانکر بمي چاودنې په نتیجه کې زیانمن شو.

د زنبق څلور لارې چاودنې په کابل کې یو شمېر نورو سفارتونو ته هم زیان واړاوه او تر ۱۵۰ زیات افغانان یې شهیدان کړل.

په دې چاودنه کې، چې د طالبانو له لوري تر ټولو خونړۍ حمله وه، نژدې ۵۰۰ تنه نور ژوبل شول.

متحده عربي اماراتو دا برید وغانده او د افغانستان له حکومت او ولس سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

په خبر کې نه دي ویل شوي چې د افغانستان حکومت به متحده عربي اماراتو ته د کابل په کومه برخه کې د سفارت د جوړولو لپاره مځکه ورکړي. خو د تاند معلومات ښيي چې حکومت غواړي سفارتونه او وزارتونه د دارلامان سیمې ته ولېږدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *