تاند- د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر نن /سې شنبه/ د ولسمشر اشرف غني احمدزي په حضور کې لاسلیک کړه.
د تړون د لاسلیکولو په مهال اجرايي رييس ډاکتر عبدالله عبدالله او د ولسمشر دواړه مرستیالان هم حاضر ول.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، چې پرون ولسمشر اشرف غني د خپل کار په لومړۍ ورځ وټاکه، د ناټو له سفیر او لوی سلاکار سره له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د فعالیتونو او مسوولیتونو سند هم لاسلیک کړ.
د دواړو سندونو له لاسلیکه وروسته نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي وویل چې د افغانستان او امریکا د موافقې لاسلیک د افغانستان د ګاونډیانو په تاوان نه دی.
ده همداراز وویل چې دا موافقه یوازې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ثبات په خاطر لاسلیک شوه.
تر انتخاباتو مخکې د اشرف غني احمدزي په شمول اکثرو کاندیدانو ویلي و چې له واک ته رسېدو سمدستي وروسته به له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په ځینو خاصو دلایلو نه غوښتل چې له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
ځیني کتونکي وايي چې د امنیتي موافقې لاسلیک به د دې سبب شي چې طالبان جګړې ته دوام ورکړي او سولې ته حاضر نه شي خو ځیني نور بیا وايي چې له امنیتي موافقې سره د ولسمشر کرزي له مخالفت سره سره طالبانو جګړې ته دوام ورکړ او په خپل دریځ کې یې هیڅ راز بدلون را نه وست.
دافغان جرمن انلاين اخبار , روز کی راغلی !
موافقتنامه امنيتی ميان افغانستان وامريکا وناتو امضآ شد :
تر عنوان لاندي په متن کي يو ځاي دريس جمهور اشرف غني دخبرو څخه را نقل کړي.
به ګفته رئس جمهور جديد افغانستان , فضاې اين کشور بعد ازاين تحت کنترول حکو مت افغانستان خواهد بود هر کس که به افغانستان وارد ميشود بر آساس نظام قبول شده بين المللي ويزا خواهد بود. وقراردادهاې بين المللي تحت قوانين مشخص وواضح خواهد داشت.
دریس جمهور څخه مننه چه ډيری اساسې موضوع ته ئ اشاره کړی که چيری دموافقتنامی په متن کی ځای ونه لری بايد متن ته دا جملی داخلی شی.
تر څو هغه خارجې بللې او نا بللی اشخاص چه زمونږ خاوری ته په خپل سر اوبي له کومي مخکينۍ خبرتيا داخلیده مخنيوې وشی کوم سپکاوې چه خارجيانو زمونږ قوانينو ته کول اوس به قانونی دروند والې پېداکړی .
سرحدی موظفين که په هوائ ډګرو کی دی اوکه پولی ساتونکی دی هر څوک ، ولو چه په هر چوکات کي اوسی بی ويزی پري نشودلی شي چه زمونږ خاوري ته داخل شی.
مننه دريس جمهور اشرف غني څخه چه دافغانانو عزت ته متوجه دی.
سرحدی موظفين بايد دریس جمهور داوامرو څخه اطاعت وکړی،.
سلامونه او نیکی هیلې! لمړې غواړم چې عرض وکړم چی دا خو ډیر ښه کار وشو چی دا قرارداد امضآ شو. زه باور لرم چی دا به دافغانستان راتلونکي لپاره یو ښه او نوې فصل خلاص کړي. زه پدی هم باور لرم چي بین المللي ټولنه به اوس افغانستان یوازې پرینږدي. دا به د افغانستان د راتلونکي لپاره یو اوږد مهاله تعهد وی. اوس بايد ناتو او دهغه متحدين او امریکا د افغانستان د مظلوم ولس سره لاس په لاس د افغانستان د بیا جوړوني لپاره مرسته وکړي خصوصآ د ملې اردو، پولس، ملي امنیت او د تعلیم او تربیې په برخه کې لکه د پخوا په شان مرسته وکړي. خدای د وکړي چې په دی کې د افغانانو سر اومال او هیوادخوندی شي. زه پوهیږم چې پاکستان او ایران ددی کارسخت مخالف دي او هفوی به خپلو شومو موخو ته دوام ورکړی خو بیا هم پدی کار کې د افغانستان او افغانانو او هم زمونږ د بې کفایته ګاونډیانو خیر هم دی
مننه