افغانستان د حالاتو نه داسې ښکاري، چې اوس هم د سیاسي قدرت لپاره افغان سیاسون په یو منطقي او منظمه اجڼډا سره نه متفق کیږي افغانستان عملآ د جنګ په تود میدان کې د سختۍ ، بدبختۍ شپې سبا کوي. افغانستان په یو داسې جنګ کې ښکیل دی، چې لاره ېې یوازې د بربادۍ په لور ده او منزل ېې د افغانستان تباهي ده بس!
د ترهګرۍ سره ترعنوان لاندې جګړه د امریکا په مشرۍ د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ نیټې څخه په افغانستان کې ریښې وغځولې، مګر ددې جنګ منطقي انجام ته رسیدل اوسمهال د امریکا په مشرۍ خپل مسیر مجهول کړيدی. افغانستان ددې جنګ په بدل کې خپل ټول امکانات وسایل او ځمکه د امریکا په خدمت کې ورکړي، ترڅو له دې جنګ نه خلاص شي، مګر برعکس ورځ تربلې د تیارو او جګړو په لور ټيل وهل کیږي.
له شک پرته د طالبانو د نظام د نسکوریدو نه وروسته افغانانو د جنګ تصور نه کولو، ګمان کیده او فکر موجود وو، چې افغانانو یو ستر تاریخي جنګ په شا پریښدولو او وروسته د کورنیو جګړو په پایله کې، چې د افغانستان د بربادۍ او تباهۍ سبب شوه افغانانو د جنګ حوصله نه درلوده.
په لمړيو کلونو کې د پرمختګ نښانې ولیدل شوې د افغناستان د ریاست تشکل ، د بنسټونو د بنسټ ډبرې کیښودل شوې جمهوریت او ولسواکي یو اندازه احساس شوه او د هیلو او امید دروازې خلاصې شوې. ګمان کیده، چې افغانستان خپل مسیر ټاکلی، خو کال په کال یو دم د پرمختګ او د ترقۍ هغه خاپوړې، چې افغانستان پیل کړې وې، له سختیو او مشکلاتو سره مخ شوې او هغه فکر او ګمان، چې خلکو کوو د تصور خلاف هرڅه بل ډول شول.
طالبان د یو ستر ګواښ په توګه په کابل او ولایتونو کې د خونړۍ جګړې په درشل کې د نظام په خلاف خپلې جبهې پیاوړې کړې. موږ پر ځای ددې چې د مثبت بدلون خواته حرکت کړی وی برعکس په داسې جنګ کې ښکیل شو، چې اوس د ختمیدو نوم نه اخلي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په دوران کې ددې جنګ د اصلي ماهیت پر سر دامریکایانو سره د یو سیاسي منطق په مټ بحث را ولاړ شو. او د یو سیاسي دريځ په توګه د امریکا نه ددې جنګ هدف معلومولو هڅه وشوه.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکانو په شتون بحث نه کولو، هغه په وروستیو کلونو کې د دوي د شتون په ماهیت بحث کولو، چې منطقي بریښده. د امریکا متحده ایالاتو نه غوښتل کیده، چې تاسو په افغانستان کې د کوم اهدافو پر بنیاد پاتې کیدل غواړئ؟ که مو هدف د ترهګرۍ سره جګړه وي، بدون له شکه، چې افغانستان هم لکه ستاسو په شان د ترهګرۍ د پدیدې نه متاثره دی. ددې ترڅنګ د ترهګر په وژلو ترهګري نه ختمیږي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ټينګار کولو، چې د ترهګرۍ مرکزونه د افغانستان په کلو او ولایتونو کې نه بلکې د کرښې هغه غاړې دي که چیرې تاسو په واقعت سره د ترهګرۍ سره جګړه غواړۍ، نو د ترهګرو د مالي سرچینو ترڅنګ دهغوي مرکزونه له مینځه یوسئ.
پخواني ولسمشر حامد کرزي تاکید کولو، چې ستاسو شتون سره موږ کومه ستونزه نلرو، مګر ستاسو شتون باید د یو منطقي استدلال پر بنیاد وي. که هدف مو د ترهګرۍ سره ترعنوان لاندې جګړه وي، نو د ترهګرۍ مرکزونه موږ درته ښودلی شو، چې چرته دي، چې هغه واضحه خبره ده د کرښې هغه غاړه، او که موږ خبره د امینت او ثبات کوو، نو دا جنګ د چاسره او د څه لپاره دی؟
پخواني ولسمشر کرزي امریکا نه دا غوښتل، چې موږ ستاسو ګټو ته خنډ نه جوړو، خو حداقل زموږ ګټې د خطر سره مه مخامخ کوئ.
ددې ټولو مسایلو په موجودیت کې بیا هم افغانستان دجنګ قرباني ورکوي او دا یو داسې جنګ دی، چې هیڅ د ختمیدو نوم نه اخلي!
مګر هغه وخت د وخت سیاسیونو لخوا د کرزي پدې اقدام کې خنډونه را ولاړ شول، سیاسیون، رسنۍ ، سیاسي ګوندونه او مدني ټولنو ټولو طرف ونیو او د امریکا متحده ایالاتو سره یې د امنیتي تروړن د نه لاسلیک کولو په اړه یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نیت او سیاسي اراده شک کولو دا شک د جذباتو او احساساتو په بنیاد شک و.
په ټوله دنیا کې معمول دی، چې د ملي ګټو لپاره د یو مشخص تعریف موجود وي، د هېوادنو د سیاسي رهبرۍ د ملي ګټو په مقابل کې مشترکات لري.
یوه ډله هم د ملي ګټو مخالفت نه کوي، مګر برعکس د افغانستان انفرادي سیاسي سیسټم ددې لامل شو، چې د نظریاتو او آندانو ترمینځ څه، چې د ملي ګټو په تعریف هم اتفاق ونشو.
د ۲۰۱۴ کال جنجالي انتخاباتو وروسته د ګډ حکومت طرحه هم د امریکا لخوا وړاندې او دواړو مخکښو کاندیدانو د یو توافق پر بنیاد تړون وکړ او حکومت یې تشکیل کړ.
امریکا، چې په سیمه کې د ۲۰۰۱ کال را وروسته د افغانستان یو ستراتیژيک ملګری ګڼل کیږي ددې سیمې بحث په مقابل کې بې تفاوتي غوره کړه او ترهګرۍ ترعنوان لاندې یې خپل فوځي ماموریت ته په افغانستان کې دوام ورکړه.
افغانستان د امریکا متحده ایالاتو سره ستراتيژیک او امینتي تړونونه او قراردادونه لري، ددې قراردادونو او تړونونو پر بنیاد افغانستان د امریکا ستراتیژيک او نژدې ملګری دی.
په وروستیو کلونو کې د جنګ د دوام په نتیجه کې اوس ددې ملګرتیا په هکله پوښتنې را ولاړې شويدي، چې ایا دا ملګرتیا یوه طرفه ده؟ ایا امریکا د خپلو ګټو لپاره د مشترکاتو پر ځای خپلې ستراتیژیکو ګټو ته ترجیح ورکوي او داسي نور..
د افغانستان او امریــــــکا متحده ایالاتو ترمینځ د امنیتي او دفاعي همکاریو قرارد په سریزه کې په واضحه ټکو لیکل شوي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې (د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه) په تائید، چې د ۲۰۱۲ کال د مۍ په ۲ مه لاسلیک شوه، د همدې موافقتنامې پر مواردو په بیا ټینګار سره دواړه لوري ژمن دي، چې د ګډو ګټو پر بنسټ اوږد مهاله ستراتیژیکې همکارۍ پیاوړې کړي، لکه: د سولې، امنیت او ثبات پراختیا، د دولتي ادارو پیاوړتیا، د افغانستان اوږد مهاله اقتصادي او اجتماعي انکشاف او د سیمه ییزو همکاریو هڅول.
د امنیتي تړون په لمړي سرکې ددې متن مانا داده، چې ددې تړون ماهیت په سیاسي لحاظ خورا زیات دی او په څرګند ډول امری��ا په افغانستان کې د خپل شتون په هکله واضحه دريځ غوره کړی دی. موږ بدون له شکه د امریکا سره ستراتيژیکو اړیکو ته ضرورت لرو او امریکا زموږ د یو ستراتيژيک ملګري په توګه ځینې مسولیتونه لکه څرنګه، چې موږ ادا کړه باید ادا کړي. سوله امینت، ثبات او پراختیا لپاره زموږ سره تراوسه پورې د امریکا له لورې هیڅ ژمنتیا نه ده تر سترګو شوي.
موږ یوازې د جنګ په مقابل کې په وسلو سمبال کړی شوي یو او دا هم یو یو داسې جنګ، چې دختمیدو نوم نه اخلي.
زه غواړم ددې قرارداد هغه مادې، چې د افغانستان لپاره بنیادي ارزښت لري له تاسو سره شریکې کړم، چې تراوسه پورې ورته د امریکا له لورې هیڅ غور ندی شوی او افغانستان حکومت هم پدې ندی توانیدلی، چې له امریکا نه یې د پلي کیدو غوښتنه وکړي، چې دغه قرارداد د دواړو هېوادونو لخوا په یو تعداد مخصوص شرایطو سره لاسلیک شويدی ، هر څوک چې ناغیړي کوي حق به یې تلف کیږي.