تاند- د افغانستان ولسمشرحامد کرزي د دوشنبې په ورځ تاجکستان ته له رسېدو سره سم د دغه هیواد له ولسمشر سره د همکارۍ درې سندونه لاسلیک کړل.

په دغو سندونو کې د دوو هیوادونو په پولو کې ماین پاکي، د مالونو ترانسپورت او د بیمې په برخه کې همکارۍ شاملې دي.

وروسته د دواړو هیوادونو ولسمشرانو په یوه ګډه خبري غونډه کې د خپلو هیوادونو ترمنځ پر موجودو اړیکو رضایت څرګند کړ، ویې ویل چې د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره به هلې ځلې وکړي.

ولسمشر کرزي وویل:«دا اووم ځل دی چې تاجکستان ته راځم او په دې موده کې زیات پرمختګونه وینم.»

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان خبریالانو ته وویل چې دوشنبې ته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي دا سفر د دوو وروڼو، ګاونډیو او دوستو هیوادونو د اړیکو لپاره خورا مهم و.

تاجک ولسمشر همداراز وویل: «له ولسمشر حامد کرزي سره مې د لارو او د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو، د برېښنا د لېږدولو او ځینو نورو مهمو دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.»

تاجک ولسمشر له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د وضعیت د احتمالي خرابېدو په صورت کې له دغه هیواد سره د پولې په اوږدو کې د اضافي تدابیرو یادونه هم وکړه.

ده وویل چې دواړه هیوادونه به هڅه وکړي چې په خپل منځ کې موجوده پوله د دوستۍ په پولې بدله کړي.

افغانستان او تاجکستان په خپل منځ کې څه باندې یو نیم زر کیلومتره اوږده پوله لري چې په ډېره برخه کې یې امو دریا تېر شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *