تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د چهارشنبې په ورځ عشق اباد ته ورسېد، د دغه هیواد له ولسمشر قربان قلي بیردي محمداوف سره د انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې د همکاریو موافقه وکړه.

د ریانووستي خبري اژانس د راپور له مخې ولسمشر غني د ترکمنستان د دوه ورځني سفر په لومړۍ ورځ له ترکمن ولسمشر سره مفصلې خبرې وکړې.

د ترکمنستان ولسمشر وویل، په ۲۰۱۴ میلادي کال د دوو هیوادونو ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه تر ۱ ملیارد ډالرو واوښته خو داسي ښکاري چې په روان ۲۰۱۵ میلادي کال کې به دوه برابره شي.

ترکمنستان د افغان – ترکمن د سرحدي ترمینل له لارې افغانستان ته پیترول، تیلي محصولات او برېښنا صادروي.

بیردي محمد اوف وویل چې په هیواد کې یې د پیترولي محصولاتو د انتقال لپاره د یوه بل ترمینل او همداراز د ګازو د برېښناکوټ پر جوړولو کار روان دی چې له کبله به یې افغانستان ته د انرژۍ په صادراتو کې خورا زیاتوالی راشي.

دواړو ولسمشرانو د دوو هیوادونو د اقتصادي همکاریو د زیاتولو لپاره د ترانسپورتي پروژو پر اهمیت ټینګار وکړ.

دوی د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدو پر اړوندو مسایلو او همداراز د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان او ګورجستان د ترانسپورتي دهلېز په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د دوو هیوادونو ترمنځ د انرژۍ، ترانزیتي او ترانسپورتي پروژو ملاتړ کوي.

ده زیاته کړه، افغانستان چمتو دی چې د خپلې خاورې له لارې چین او نورو هیوادونو ته د ترکمنستان د طبیعي ګازو او برېښنا ترانزیت تضمین کړي.

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د خپلو خبرو په پای کې یوه ګډه اعلامیه هم لاسلیک کړه.

دوی د برېښنا په برخه کې د نورو همکاریو یو تفاهملیک هم لاسلیک کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *