لیکوال: عبدالـوافي نایـبزی
یو همکار مې وړمه ورځ وپوښتلم، چې په افغانستان کې رسنۍ د CSR په برخه کې ولې څه نهکوي، ځکه د اعلاناتو لهپاره خو ښه ډېرې روپۍ اخلي، خو کوم وړیا خدمت هم دې خلکو ته کوي کنه؟ مثلا د ملي اردو نیمه دقیقه اعلان په ۵۰۰ ډالر خپروي، خو یوه ۵ دقیقهي سندره په وړیا ډول خپروي. لازمه مې وگڼله، چې پهدې برخه کې د خصوصي ادارو په ټولنیزو مسوولیتونو يا Corporate Social Responsibilities – CSR په اړه یو څه ولیکم.
لومړی باید پهدې اصطلاح ځان پوه کړو، چې CSR څه مانا او په نوره نړۍ کې څومره جدي گڼل کېږي. د خصوصي کمپنیو ټولنیز مسولیتونو څخه موخه هغه چاپېریال او ځای دی، چې خصوصي اداره یا شرکت پهکې خپل خدمات وړاندې کوي او د خدماتو د عرضه کولو تر څنگ ټولنې ته په کتو د یو مسوولیت لهمخې ځینې ټولنیز خیریه او مرستندویه کارونه تر سره کوي.
ښايي د «ټولنیز مسوولیت» اصطلاح نورې ماناوې هم ولري، خو دلته بحث د خصوصي ادارو په هغه ټولنیزو او محیطي تعهداتو دی، چې د خپلو مادي گټو تر څنگ يې د خپلو مشتریانو د هوساینې لهپاره ترسره کوي. د ټولنیزو مسوولیتونو دا بحث کېدای شي، چې په دریو برخو ووېشو، د بېلگو سره په لاندې ډول ورته اشاره کولای شو:
لومړی، چاپېریال اړوند ټولنیز مسوولیتونه: پهدې برخه کې د چاپېریال Environment اړوند ټول مسایل تر پام لاندې نېول کېږي، د بېلگې په ډول هغه ادارې چې د چاپېریال برخه کې کار کوي او ډېر سر و کار يې د چاپېریالي مسلو سره وي، نو پهدې برخه کې د چاپېریالساتنې په اړه په وړیا ډول ځينې خدمتونه ترسره کوي، که واضیح ووایم، مثلا د کاليمېنځلو Laundry Services یوه کمپني وايي، چې زما کار ټول کالو/جامو مینځلو سره دی، صابون، پوډر، چټلو اوبو سره دی، نو غواړو، چې په وړیا ډول ۱۰۰۰نیالگي هر کال په خپل چاپېریال کې وکرو، یا فکر وکړئ، چې په کابل کې د سکرو ډبرو یو شرکت دی، چې د چاپېریال سره ډېره اړونده مسله ده، نو وايي، چې موږ په وړیا ډول د هوا د پاکونې سل ماشینونونه د ښار په واټونو کې نصبوو.
دوييم، خیریه کارونو اړوند ټولنیز مسوولیتونه: هغه اداره چې سرو کار يې له انساني خدماتو سره وي، د بېلگې په ډول خصوصي روغتونونه، چې سر و کار يې انسانانو او روغتیايي کارونو سره وي، یا رسنۍ «رادیو او تلوېزیونونه» چې فعالیت کوي. د دا ډول خصوصي ادارو CSR بیا لږ توپير لري، مثلاً یو روغتون وايي، چې موږ اوونۍ کې یو وار غواړو، چې په وړیا ډول ناروغان معاینه کړو، یا وايي، چې موږ ټول معلول وگړي، په نیم فیس سره معاینه او روغتیايي خدمتونه ورته وړاندې کوو.
درېيم، اخلاقي ټولنیز مسوولیتونه: هغه اداره چې په يوه سیمه کې يې نفوذ Penetration ډېر وي، نو لازمه ده، چې خپل ټولنیز مسوولیت هم له یاده ونهباسي، وړمه شپه مې یوه وېدیو لیدله، هندي هلک خپله عمرخوړلې مور د «عمرخوړلیو خلکو ساتنځي Old age home» ته وسپاري. مور يې په هماغه مرکز کې یوه کوچنی دنده (خیاطي) هم ترسره کوي. زوی ته يې څو ورځې وروسته د هغه د خوښې پیتزا راوړل شي، حېران پاتې شي، چې دا چا فرمایش ورکړی، وروسته پوه شي، چې مور يې د هماغه عمرخوړلیو له مرکز څخه په خواریو گټلو پيسو باندې زوی ته دا پيزه انلاین پېرلي او لېږلي وي، هلک له کورنۍ سره یو ځای پيتزا واخلي، پهداسې حال کې چې له سترگو يې اوښکې روانې وي، مور له لاسه ونیسي او بېرته يې کور ته راولي…آيا پوهېږئ، چې دا یو سوداگریز اعلان وو، دا د پيتزا اعلان وو، خو د هوټل څښتن دومره هوښیار وو، چې د پيتزا د اعلان تر څنگ يې خپله CSR برخه اخلاقي مسوولیت چې د عمرخوړلیو میندو درناوی او احترام دی، هم ادا کړ.
لازمه نهده، چې کومه اداره په کومه برخه کې کار کوي، نو ټولنیز مسوولیت دې هم په هغه برخه کې ترسره کړي، د بېلگې په ډول یو وار مې د اوبو د بېځایه مصرف په اړه یو جالب اعلان وليد، نو په پای کې يې د یو خصوصي بانک لوگو راښکاره شوه، همدا CSR دی، یا د کابل ښار ځينې ادرسونه د یو مخابراتي شرکت له لوري نمبر شويدي، همدا CSR دی. یا تېر کال د افغانستان د چارو ادارو له لوري د کاري مرکې یوه وېدیو ولیده، چې له اوږده ځنډ وروسته پوهېدو، چې یاده وېدیو د «مور» د ورځې په اړه وه، دا هم د CSR یوه بېلگه کېدای شي.