افغانستان په دې وروستیو ۱۵۰ کالو کې ډول، ډول تنګسي زغملې چې اصلي هدف یې د پردیو لخوا تحمیل شوي داسې شرایط دي چې بیا زموږ د حکومتونو لپاره په مجبوریت او احتیاجي بدل شوي دي.

د بېلګې په توګه، امیر عبدالرحمن خان وروسته له ۱۲ کاله تبعید نه د تزار په روسیه کې وطن ته له یوه کوچني لښکر سره له شمال نه راغی. په دې وخت کې د میوند جنګ شوی و او انګریزانو نه غوښتل چې په خپله د افغانستان، هر ورځینۍ واګې په لاس کې واخلي. نو له عبدالرحمن خان سره چې تکړه او با تدبیره شخصیبت و، د نغدو پیسو او جنګي تجهیزاتو ژمنه وکړه او هم د همدې فشار له امله یې بیا وروسته ۱۸۹۳ کال د ډیورنډ کرښه ورباندې ومنله.

دا کمکونه، په لږ تفاوت سره د ده د زوی امیر حبیب الله خان د دوو لسیزو په وخت کې هم دوام درلود؛ خو د ده د لسمي امان الله خان د آزادۍ په اعلان سره، دا مرستې بندې شوې.

د ظاهر شاه په اوږده ۴۰ کلنه دوره کې چې د افغانستان سیاست بې طرفې و، له روسانو او امریکایانو چې دوه زبرځواکونه وو، د نورو هېوادونو په شمول، د افغانستان د آبادۍ لپاره مرستې تر لاسه کېدې او زموږ د بې طرفۍ سیاست یې سبب شوی و چې د ټولو د اعتماد وړ واوسي؛ ځکه د چا په ښو او بدو کې د خیل نه و.

له بده مرغه د تېرو څلورو لسیزو کودتاګانو او ډول، ډول حکومتي سېستمونو زموږ حکومتونه، د نورو په خوله کې واچول او ډېر ځلي د هغو(خلقیان او پرچمیان د اوس، مجاهدین د ګاونډیو او لرې پرتو هېوادونو، طالبان د پاکستان او عربو هېوادونو) د لاس آله وګرځېدو.

اوس باید موږ د امریکا او ناټو شرایط د هغو د کمک لپاره ومنو کنه، ګواښ راته کوي چې خپلې مرستې به بندې کړياو یا به هم خپل عسکر وباسي چې د دواړه نتیجه به کلونه، نور هم زموږ په وطن د پردیو جنګونه او وینۍ تویول وي.

د کرزي د ۱۳ کلن حکومت نه، یوه غوښتنه چې د هغه، د هرې میاشتې په سفر کې چې هر چېرې به روان و، دا وه چې د فساد مخه ونیسي. که څه هم هغه په نوم د مبارزې یې داسې او هسې اورګانونه جوړ کړل؛ خو څرنګه چې دا اورګانونه په خپله په فساد کې غرق وو، هیڅ ځای یې ونه نیوه.

ډاکټر اشرف غني چې په ټاکنو کې ژمنه کړې وه چې د فساد جرړې به را باسي دا دی، د مبارزې یو عدلي او قضایي اورګان یې جوړ کړی چې هیله لري د دې مرکز له لارې، د فساد او اختلاس مخه ونیسي. دا عدلي او قضایي مرکزستره محکمه، لویه څرنوالي او د کورنیو چارو له وزارت نه جوړه شوی دی.

ډاکټر غني ته معلومه ده چې محکمې، څارنوالان او د کورنیو چارو وزارت د فساد مرکزونه وو؛ نو ځکه یې په سلګونه قاضیان، مستوفیان او څارنوالان بر طر کړل او هم یې په کورنیو چارو وزارت کې شپږ نوي رییسان مقرر کړي چې دوی ټول به له دې نوي عدلي او قضايي مرکزنه، د رشوت او اختلاس سره مجادله کوي.

تر اوسه هم پداسې لوړه سویه د فساد د مخنیوي لپاره کوم اورګان نه وو جوړ شوی.

دا نوی عدلي او قضايي مرکز لومړی باید د فساد په تعریف باندې سره موافقه وکړي، چې آیا فساد یوازې د نقدو پیسو اختلاص دی او که د ځمکو غصب، په واسطه کسان مقررول او له خپل مقام نه سؤاستفاده کول هم په فساد کې راځي؟
دوهم داسې ونشي چې د دې مرکز اصلي هدف هغه ټیټ رتبه مامورین وي چې د کمو معاشاتو له امله، زر، دوه زره رشوت اخلي چې د خپل فامیل نفقه پوره کړای شي.

خو هغه لوړرتبه مامورین چې د لوږې له لاسه نه؛ بلکې د حرص په لمسون په لکونه او حتی میلیونونه ډالرو رشوتونه اخلي او هغه مافیايي کړی چې حتی حکومت کی هم نفوذ لري د قانون منګولو ته و سپاري.

زموږ د ګډ حکومت نه هم میاشتې پخوا غوښتنه شوې وه چې وارسا او بروکسل غونډوته به، وروسته د موثرو ګامونو له پورته کولو نه راځي، که د نورو مرستو غوښتونکی وي. د وارسا د ناټو غونډې لپاره چې د جولای په ۸ او ۹ مه د پولنډ په پلازمینه کې وشوه، غوښتل شوي وو، چې د ناټو حکومتونه، چې ولسونه یې له افغانستان سره د مرستو نه ستړي شوي دي، باید پداسې قانع کوونکي تیاري سره ورشي چې هغوی بیا وکولای شي، خپل خلک قانع کړي چې له افغانستان سره دا مرستې د نړۍ د سولې او امنیت له امله اړینې دي.

د مثال په توګه ناټو غوښتل چې زموږ د حکومت له پلان نه د فساد سره د مبارزې په هکله مطمین شي؛ د بشر د حقوقو په مراعت کولو کې قناعت ورکړل شي؛ حکومت باید د ښې حکومتولۍ په باب د هغو اطمنان ترلاسه کړي. آیا د قانون حاکمیت کې دوی برلاسي شوي او که نه او هم د ټاکنو په اصلاحاتو کې یې څه ګامونه اخیستي دي چې د تېرو ۱۵ کالو د درو ټاکنو، تقلب، تختي او تخلف بیا تکرار نه شي.

د ګډ حکومت مشرانو په هغو دوو ورځو کې چې په ګډه سر مشریزه غونډه او انفرادي ډول د ناټو له مشرانو سره ولیدل، هغوی یې قانع کړل چې په جدي ډول یې د دې شرطونو پوره کولو لپاره لاس پورې کړی او د خلکو هم غږي ورسره ده.
برسېره پر دې، افغانستانغواړي چې داسې یو اردو ولري چې د هېواد دوستي او د خلکو د دوستۍ په روحیه وروزل شي؛ خو هغوی عصري او موثرو وسلو ته اړتیا لري. ځکه چې د نړۍ لپاره هم مهمه ده چې زموږ د اردو په تجهیز او زده کړه کې را سره یو لاس شي؛ ځکه افغانان د تروریزم په لومړۍ کرښه کې په مجادله کې دي او که د افغانستان له پولونه، ترهګر نورو هېوادونو ته ولاړل، بیا به ټولې نړۍ ته، یو لوی سر خوږی جوړ کړي.

خو زموږ مشران باید له ناټو هم غوښتنه وکړي چې د فساد او سولې په برخه کې هغوی باید له ګډ حکومت سره مرسته وکړي؛ ځکه چې هغوی هغه تروریستان چې له پاکستان نه افغانستان ته راځي او یا دا چې ایرانیان دلته لږګۍ متحریکوي چې ناارامي راولي، موثره واقع کېدای شی؛ نو د ناټو هېوادونهپه دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي، زموږ پر دوو شریرو ګاونډیو باندې، فشار راولي؛ څو د افغانستان په داخلي چارو کې د لاس وهنې نه ډډه وکړي. د افغانستان په سوله او امنیت کې زموږ د ګاونډیانو هم خیر دی، کله چې زموږ د اورګاډي پټلۍ له چین او مرکزي اسیا سره ونښلول شي، ایران به وکولای شي، چين ته خپل مالونه صادر کړي او د پاکستان لپاره به؛ بر سېره د افغانستان په مارکېټ د مرکزي آسیا مارکېټونو ته هم لاره پرانیستلې وي. همدا اوس پاکستان ته د قزاقستان او تاجکستان د ۱۰۰۰ میګا واټه برېښنا او ټاپي ۳۰ کلن د غازو قراردادونه د افغانستان له لارې لاسلیک شوي دي.
نو د سیمې د هېوادونو اقتصادي ګټې هم د افغانستان له سولې او امنیت سره تړلې دي.


د ډاکتر مصداق نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *