مذهب په دین کې طریقې یا لارې دي، خو هر څه چې ډیر شي نو د اصلي منبع د پاشل کیدو سبب ګرځي. په افغانستان کې له لومړي پیله یوازې او یوازې دوه مذهبه په لویه کچه مطرح وو، چې یو یې د امااعظم ابوحنیفه (رح) مذهب دی او بل هم د امام شافع (رح) مذهب چې په ډیره کې له پیله د امام اعظم (رح) مذهب پیروان دي او د اهل تشیع وروڼه د هزاره قوم پورې اړوند دی.
خو له افغانستان څخه د جګړو پر مهال د کډوالۍ پر مهال چې کله افغانان پاکستان او ایران ته ولاړل نو هلته یې پر عصري زده کړو سربیره دیني زده کړې هم پر مخ یوړې او تر ډیره بریده یې تر فرهنګي اغیزې لاندې راغلل ؛ هغوي له افغانانو سره او افغانانو له هغوي سره د خپلوۍ تر بریده نږدې شول او په دې لړ کې په یادو ګاونډیو هیوادنو کې د شته مذهبونو تر اغیزې لاندې راغلل او یو شمیر هغو یې د بیلابیلو طریقو پیروان شول او خپله اصلي لاره یې پریښوده.
له افغانانو سره د ګاونډیو هیوادونو کینې هر ډول نادودو او نارواوو سره مخ کړل او له دین څخه د غلط مفهوم یې یو دا ورکړ، چې پاکستان هم د کوزې پښوتنخوا او هم د برې پښتونخوا زلمکیو ته په مدرسو کې د افراطیت درسونه ورکړل او د پاکستان سیاستمدارانو له دې روزل شویو افراطیونو څخه د خپلې ګټې په موخه وکارول او لومړۍ یې پرې له روس سره د جهاد په نامه افغانستان ټوټه ټوټه کړ او وروسته یې یوه نوې لړۍ پیل کړه او د جنت قوالو په ورکولو سره یې افغانستان ته د جګړې لپاره د ځانمرګو په رالیږلو سره له دین څخه نا سمه تعبیر هغو ته په مغزو کې ورپیچکاري کړ او په دې توګه یې دا لړۍ تر اوسه توده ساتلې ده.
پر پاکستان سربیره ایران هم په افغانستان کې د خپل نفوذ زیاتولو لپاره پخوانیو جهادي رهبرانو ته د خپل هر ډول امر د منلو لپاره د غلامۍ طوقونو ور په غاړه کړل او افغان مهاجرو ته یې په دین کې د آسانتیاوو خمینې ډوله فتواګانې ورکړې او د هر ډول آزادۍ محدودیتونو څخه د معافیت سندونه یې ورکړل؛ د جهاد په دوره کې یې د امریکا په خوښه او لمسون له روس سره د جهاد په نوم وجنګول او افغانستان یې پرې ټوټه ټوټه کړ او اوس یې دا دی په سوریه کې د اهل بیت د زیارتونو د بچ کیدو په موخه د سوریې ظالم ولسمشر بشارالاسد په ملا تړ د دولت له سني مذهبه مخالفینو سره جنګوي او ټولو ته یې خمیني د خپل مذهبي رهبر څخه لوړې رتبې درلودوونکی ورپیژندلی دی او د هغه هر امر ته غاړه ږدي.
اصلي موضوع په افغانستان کې په تیره یوه نیمه لسیزه کې د کثرتګرایۍ وه چې اصلي لاملونه او د منشايي ټکو ته یې اشاره وشوه. لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده د نړۍ په هیڅ هیواد کې د ادیانو کثرت په دومره ډیره کچه نه دی لکه په پاکستان کې چې دی او ددې تر څنګ یې مذهبي کثرت ګرایۍ لړۍ هم توده روانه ده. پاکستان د اسلام له غمه نه دی مړ چې د اسلام دین ته پراختیا ورکړي او د تبلیغیانو مرکزونه جوړ کړي او د تبلیغیانو زیاتولو او یا تبلیغ ته د خلکو هڅولو له لارې د اسلام مبارک دين لپاره د خدای (ج) د رضا حاصلولو لپاره کار وکړي، ځکه د پاکستان شیطاني څیره ټولې نړۍ ته ښه څرګنده معلومه ده او په اسلامي نړۍ کې ټولو ته اسرایل ښکاري او یوه سرطاني غده یې بولي.
د پاکستان د استخباراتي شبکې پخوانی متقاعد جنرال کرنیل امام څو کاله وړاندې ومړ او په تاریخي بګرونډ کې یې څرګنده شوه، چې هغه افغانستان ته د تبلیغیانو په قطار کې څو څو ځلې راغلی او د ډیرو ولایتونو کې داسې بلد ؤ چې د افغانستان خپله مهم عمر خوړلي مشهور جهادي مشران او یا نور هلته بلد نه وو او دا ټولو ته څرګنده ده، چې هغه د جاسوسي دندو په موخه د تبلیغیانو په جامه کې راتلو او هرې سیمې کې په آزادانه ډول ګرځیدای شو او هر ډول شوم پلانونه یې پلې کولای شول او پلي کول یې. پر دې سربیره د پاکستان اوسنۍ لوی سیاستوال او چارواکی د ملي امنیت شورا مشاور سرتاج عزیز هم د جهاد په لسیزو کې یا د تبلیغیانو په ټیل او جامه کې په ټول افغانستان کې بلد شوی او یا هم دا چې له جهادي مشرانو سره د نږدې اړیکو درلودلو له لارې په آزاد ډول راغلی وختونه کلونه یې د خپلو شومو پلانونو د پلي کولو لپاره په افغانستان کې تیر کړي او دري ژبه یې هم همدلته زده کړې ده، چې اوس له پښتو ژبې په دري ښه پوهیږي او روانې خبرې پرې کولای شي او د سپي په مرګ مردار شوی جنرال حمیدګل خو هغه مهال یو قدم یې د ډیورنډ برې خوا په کابل کې او بله پښه به یې په کوزه پښتونخوا کې وه او جهادي مشرانو د تقرر په برخه کې یې فرمانونه چلیدل.
خو زما د لیکنې موضوع ټول سیاسي اړخ نه لري بلکې د یو ټولنیزې کلتورې پدیدې یو شمیر اړخونو ته اشاره ده څو لوستوونکي پرې پوره پوه شي . د تبلیغیانو لړۍ که د جهاد په دوره کې کم رنګه وه خو د طالبي نظام کې پخه پیل او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ټولو دورو کې پرته د دولت له څارنې په بشپړ ډول د خپل اوج ټکي ته ورسیده او په ډیرو ولایتونو کې ورته مرکزونه جوړ شول، چې اوس هم شته او لوستی نالوستی نه ګوري که د تبلیغ شپږ نمبرې یې زده وې د تبلیغیانو لپاره پروفیسور او مفتي دی. تر دې چې دې لړۍ دومره پراختیا موندلې چې په ځینو سیمو کې یې ښځې هم دې ته اړ کړي چې د تبلیغانو له ښځو سره چهل روزو او میاشتنیو دورو کې ولاړې شي. او بیا د دوي د سفر لګښتونو پوښتنه چې وکړې نو درته وايي به چې له خپل جیب څخه مصرف کوي او ځینې وخت داسې هم شوی دی، چې تر بالښت لاندې ورته پیسې ایښودل شوي دي، خو دقیقه مرجع یې نه ده څرګنده چې دا پرښتو ورته راوړې او که د پاکستان د ریونډ (د تبلیغیانو لومړنی بنسټ مرکز) کې د دوي عمومي پنجابي پیر یا امیر صیب ته الهام وشو، چې د افغانستان او یا پاکستان په لکونه کیلومټره لرې پراته تبلیغي مرکز کې یو تبلیغي مرید دې بې پیسو شوی او خرچې ته اړتیا لري او له هغه ځای څخه یې د هوا په څپو کې ورته په څو ثانیو کې ورورسوي.
دا چې تبلیغیان په لومړي سر کې پر څه بحث کوي دا به ومنو چې لمونځ یو بل ته تکرارول او د هغه اشتباهات اصلاح کول او … مهم ټکي دي ، خو ددوي ډیری امیر صاحبان چې د دورو لړۍ یې تر کلونو کلونو اوږده شوې ده د زموږ خوږ پیغمبر حضرت محمد (ص) سنت په پام کې نه نیول دي او یا هم دا چې په بل ځای کې به بیا په کمه کچه سنتو ته د فرضو په درجه قایل وي. خو که چیرې یې په دې برخه کې په څرګنده ډول هره نقطه بیان کړو، نو د لیکنې لمن به لنډې رسالې ته واوړي، خو بس چې څو ورځې یې په تبلیغ کې تیرې کړې او د ماښام لمانځه څخه وروسته یې د شپږو نمبرو او دعوت لپاره اعلان وکړ بیا نو امیر صیب دی ؛ خو که بغدادي شریفه یې ختمه کړې هم نه وي سر نه پسې ګرځوي.
دا چې اصلي موضوع څخه لرې نه شم ، نو د څرګندې بیلګې په ډول به په اوږد مهاله چهل روزو تللیو یوه بیلګه د خپل یو استاد راوړم چې اوس په څه حالت کې دی؛ زموږ د انګریزي ژبې یو استاد ؤ، چې کابو دیارلس کاله مخکې مې د ښوونځي زده کړو تر څنګ د انګریزۍ ژبې د زده کړې لړۍ ترینه پیل کړه او تر ایډوانس پورې مې دوام ورکړ، چې بیا د پوهنتون زده کړې شوې او د اوسیدو له سیمې لرې شوم. د انګریزۍ ژبې یاد استاد له پیله د تبلیغیانو په لړۍ کې ځان شامل کړو، خو موږ ته به یې څه نه ویل او د نورو تبلیغیانو په څیر به یې سه روزو او چهل روزو کې د ګډون لپاره دوعت نه راکولو، خو خپله یې ښه پخه ورسره جوړه وه او ګڼو دعتونو کې به ورسره تلو. زما او د هغه استاد تر منځ دا دی له لسو کلونو زیات وخت تیریږي، خو څو ورځې وړاندې خبر شوم، چې طریقه یې بدله شوې او د امام اعظم ابوحنیفه (رح) مذهب پر ګډون نور درې مذهبه هم نه مني او ددې تر څنګ په نویو نظریو او اندونو سر دی. زما باور نه راتلو خو چې یوه ورځ له نږدې ورسره کښیناستم، نو که ګورم او اورم چې رښتیا یې د عقیدې د زاویو په درجو کې پراخ بدلون راغلی، خو ډیر بحث یې ځکه راسره ونه کړو، چې ویل یې که هر څومره بحث درته وکړم او پوښتنو ته دې ځوابونه ووایم نو ستا نظریات نه شم را اړولای، چې په هماغه ځای ما هم ورسره خدای په اماني وکړه. زه د نویو طریقو په برخه کې پراخ معلومات نه لرم خو په کړو وړو کې استاد سلفیانو او وهابیانو ته ورته ښکاریدو او اصلي پخوانی لوری یې بدل کړی ؤ او ددې ټولو لامل هماغه د تبلیغ چهل روزې وې.
دا بیلګه مې ځکه دلته راواخیسته چې ستاسو پوره باور پرې راشي او هغوي چې ددې استاد په څیر اوښتي ښه پوره مطالعه کړئ او بیا یې د لامل اصلي ټکي ته ځیر شئ، چې کوم څه ددې سبب شوي څو د یو کس نظریات او عقاید بدل شوي دي. یو ولسي شاعر یو وخت ویلي وو چې : (( هر چا تر خپلې وسې پورې پایمال کړلو ـــ جوړ یې له کابله سم فوټبال کړلو)). هو! ریښتیا هم چې هر چا پر موږ د خپلې خوښې لوبې وکړې او اوس هم لګیا دي؛ په دې یې زړه سوړ نه شو چې د آسیا په کچه روغه جوړه په بشپړ تجهیزاتو سمبال او د بډایه هوايي ځواک درلودوونکې اردو یې راباندې په صفر ضرب او کباړ کړه او اوس د اسلام مدعیان او د جنت قوالو وروکوونکي مدعیان چې پلرونه او نیکونه یې هندوان تیر شوي زموږ عقیدې بل لور ته اړوي او د پلارونو نیکونو منلي سپیڅلي اسلام کې ګوتې راته ووهي او له خپل مذهبه مو واړوي په رښتیا چې ډیر د افسوس ځای دی.
که چیرې اوس افغان حکومت او په سر کې ستړی سرکار دې موضوع ته جدي پاملرنه ونه کړي او د پاکستان ریونډ او نورو سیمو ته د تبلیغیانو د تګ مخنیوی ونه کړي او په هیواد د ننه کې ددوي کړنې تر جدي نظارت لاندې ونه نیسي؛ نو خدای مه کړه راتلونکې کې به لویه تباهي د همدې عقیدوي کثرتګرایۍ یا مذهبي کثرتګرایۍ څخه رامنځته شي او د بیلابیلو عقیدو پیروان به په خپل منځ کې سره خوري، چې بیا به یې کابو کول ګران وي، همدارنګه دې هغه محصلین هم تر جدي څار لاندې راولي ؛ کوم چې یې زده کړې په بهرنیو هیوادونو کې کړي او بیا هیواد ته راستانه شوي دي او په هیواد کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته دې هم ځیر اوسي.
پر دولت سربیره په دې برخه کې باید د ټول هیواد د جوماتونو ملا امامان د هر ډول مذهبي کثرت ګرایۍ د مخنیوي لپاره خپله ایماني او وجداني دنده تر سره کړي او د هرې جمعې ورځې په خطبو کې د هر ډول عقیدوي او مذهبي کثرتګرایۍ مخنیوي برخه کې رڼا واچوي او د خلکو اذهان دې روښانه کړي، ځکه د مذهبونو او طریقو په کثرت او ډیروالي سره به د یوې طریقې پیروان د بلې هغې نظریات ردوي او د بلې هغې د یوې بلې او متل دی چې وايي : په ډیرو قصابانو کې غوا مرداریږي.
د هر ډول دښمن له دسیسو او لاسوهنو خوندي خپلواک افغانستان په هیله
خبره ټوله ملایانو مرداره کړې ده .دا غلطه خبره ده چی هرسړی دی ځان امام کړي اوخپل تعبیردی په هرچا ومنی