دا لیکنه په لوی افغانستان اونيزه کې چاپ شوې –

په افغانستان کې په تيرو لسو کلونو کې د ولسواک  يا دموکراتيک نظام خبرې ډيرې کيږي، ياد شعارونه دومره ډير شوي دي چي په هره برخه کې ورکول کيږي، خو د ولسواکۍ شعار د عمل پر ځای تر ډيره يوازې په خبرو پورې محدود پاتې شوی دی.

په تيرو ديارلسو کلونو کې کابينه، ولايتونه، رياستونه، قومندانۍ او……..د ډلو ټپلو په لاس کې ورکول شوي دي، او ډلو په خپل زړه څه يي چې کړي دي داسې څوک نه دی پيدا شوی چې د دوی پر وړاندې غبرګون وښيي.

له دې سره سره چې په افغانستان کې هر پوست بايد آزادې سيالۍ ته وړاندې شي، يا هم وړتيا په پام کې ونيول شي، د مصلحتونو قرباني کيږي، او ياد مصلحتونه داسې دي چې له حزبي، سمتي، ژبنیو او …. شعارونو ډک وي، ياد شعارونه د داسې ډلو له لوري ورکول کيږي چې نيږدې څو لسيزې کيږي پر افغانستان مسلطي شوي دي، د همدې ډلو په شتون کې افغانستان کنډواله شو، پیاوړې اردو له منځه ولاړه، په ميليونونو خلک کډوال شول، په ښځو تيري وشول، د افغانستان ډير شته چور شول، د يو او بل په نوم ډيرو سره و وژل، نظام له منځه ولاړ او په ټول کې افغانستان کې په يوه کنډواله بدل شو.

دې ډول تسلط په افغانستان کې ښه حکومتولي، پياوړي نظام،پياوړې اراده او ولسي ځواک يي يو ډول تر خپل اغيز لاندې راوستی دی، تر ډيره په لوړو پوستونو کسان د سياسي مصلحتونو له مخې ټاکل کيږي، دې مصلحتونو ولس دومره بې باوره کړی دی، چې په هيڅ هم باور نه کوي ان تر دې چې د ټاکنو په څير ملي پروسې ته هم ولس يو ډول زړه نا زړه دی، ځکه ولس وايي چې د دوی رايي ته درناوی نه کيږي.

د کب د مياشت په منځ کې د ولسمشر لومړی مرستيال قسيم  فهيم ومړ، دا چې مړ شو، پړ شو، په اړه يي له څه ويلو ډډه کوم، خو د نوموړي له مړينې سره سم د فهيم د ځای ناستي په اړه خبرې ډيرې وې، ځکه هرچا کوښښ کاوو، چې بايد د نوموړي ځای ناستی شي، ډيرو خو دا فکر کاوو، چې په لس ورځې پاتې نظام کې دې ټاکنې ته اړتيا نشته او ښه به وي چې ياد پوسټ همداسې پاتې شي، او ټاکنې وشي، خو داسې ونشول، له هم هغې لومړۍ ورځې د اسلامي جمعيت او نظار شورا پاتې شونو ناستې پيل کړې.

حکومت چې له شمال ټلوالې سره يي پل يانې مارشال له لاسه ورکړ، کوښښ کوي له دې ډلې سره بل پل د قانوني په شتون کې جوړ کړي، ځکه قانوني او حکومت دواړه کولای شي ډير څه ته د ارګ په خوښه تغير ورکړي، ارګ له لومړي سره د بې پرې پاتې کيدو شعار ورکړی دی خو په ډيرو کړنو کې بې پرې نه دی پاتې شوی او لا هم کوښښ کوي يو ډول نه يو ډول خپل نفوذ او زور د افغانستان سياسي، ټولنيز، اقتصادي او… پوړ ته وښيي.

ټول يوه خبره مني چې ارګ به د قانوني په شتون کې ګټه وکړي، خو ولس به سخت تاوان وکړي، ځکه ولس نور د جهاد، مقاومت، هغه دغه، شمال، جنوب، په نوم امتياز ورکړې ستړی کړی دی او نور نه غواړي چې دا امتيازات همداسې دوام وکړي.

د کب په ۲۷ نيټه په ارګ کې يو وار بيا پخواني جهاديان سره را ټول شول او په دې اړه يي له ولسمشر سره سلامشورې پيل کړې، په سلا مشورو کې خبرې خورا ډيرې وشوې، خو په پای کې د ولسي جرګې اوسنی غړی او د شمال ټلوالې پخوانی کس يونس قانوني دې پوست ته پیشنهاد شو او شونې ده ډير ژر ولسي جرګې ته ورشي څو د باور رايه تر لاسه کړي.

راځم دې ته چې ولې مصلحت او ولي ميراثي پوستونه:

په افغانستان کې مصلحت په تيرو لسو کلونو کې خپل اوج ته رسيدلی دی خو ياد مصلحيت يوازې د شمال ټلوالې په حق کې صدق کوي، ځکه د دوی په وينا چې دوی په افغانستان کې د شته نظام بنسټ ايښودونکي دي، خو دوی دا بنسټ داسې مني چې ايښی دوی دی، نورې چې هرې خرابۍ شوي دي مسوليت يي د دوی پر غاړه نه دی.

کله چې د سولې شورا پخوانی مشر برهان الدين رباني مړ شو، نو ولسمشر يي دستي زوی صلاح الدين رباني پر ځای وټاکه، دا ځکه چې ربانی د جمعيت مشر و او د سولې شورا مشر هم باید د جمعيت شورا کس وی، همداسې ډير د شمال ټلوالې د ولسي جرګې غړي کله هم چې په يو بريد يا بله پيښه کې وژل شوي دي نو دستي يي زوی نه منزلت ته ورکول شوی دی او په يو غټ پوسټ پرته له دې چې وړتيا يي په پام کې ونيول شي وټاکل شي.

موږ د يونس قانوني پر ټاکنه نيوکې نه کوو او منو چې مديريتي وړتيا به ولري، خو په افغانستان کې په تیرو لسو کلونو کې تر ټولو ډير سياسي امتياز يوازې يوې ډلې ته ورکول يو ډول د ملت له نورو خلکو، مشرانو او مخورو سره ستره جفاه ده، نن سبا که په کابل کې پوره غور وشي، په هره لوړه ماڼۍ به د مړه مارشال انځور نښلول شوی وي او دا د دې ښودنه کوي چې ياده ماڼۍ د نوموړي ده، همداسې که دولتي ادارو ته ورشي، تر ټولو ډير به ددوی کسان پکې وي، ان تر دې چې د کورنيو چارو وزارت ، دفاع وزارت او ملي امنيت رياست د دوی له جنرالانو او څارنوالانو ډک دی.

د ميراث ياده لړۍ په افغانستان کې يو ډول دود شوې او اوس اوس په ټاکنو کې هم ډير د قومندانانو، زور واکو، زور او زر لرونکو زامن نوماندان شوي دي او کوښښ کوي له پلاره ورته پاتې ميراث ده او بیا له ده  وروسته د نوموړي زوی ته پاتې شي، په کابل کې چې پلازمينه ده، يو څه پکې امنيت شته، ټولنيز شعور يوڅه ښه دی، که د لارو پر سر وګورۍ نو تر ډيره ولايتي شورا ته داسې کسان نوماندان شوي دي چې پلار يي يا قومندان دی، يا د ولسي جرګې غړی دی، يا سناتور دی، همداسې ډيری هغه چې يو ډول ځانونه خپلواک بولي په دوی کې هم ډير له همدې مافیايي کړيو سره يو ډول نه يو ډول لاس لري.

ډير د دې غوښتونکي دي چې بايد عدالت تامين شي، خو په افغانانو کې د شعور نشتون، قومونو او سمتونو ته د دوی ژمنيتا له دوی څخه يو ډول پسونه جوړ کړي دي،ياد پسونه د داسې یو سرکښ له لوري رهبري کيږي چې نه د رمې په اداره پوهيږي او نه هم ورته لوړې ژورې معلومي ‎ دي، سرکښ يوازې په دې باور لري، چې بايد دی، او ورسره ډله يي په نظام کې وي او څوک پرې د نقد کولو وس ونلري.

د دې لپاره چې خلک يو څه پوه شي، او دا درک کړي چې له يادې ليکنې مې موخه څه ده ، نو هيواد په راتلونکې کې څو ژورو بدلونونو ته اړتيا لري:

۱ـ جهاد : جهادي چې اسلامي فريضه ده، او کونکی يي اجر يوازې له الله تعالی غواړي ښه به وي چې نور د جهاد، مجاهد په نوم ورکول کيدونکي امتيازات بند شي، ځکه که څوک جهاد کوي، د ژوند په صورت کې غازي، د مرګ په صورت کې شهيد دی، او الله تعالی اجر ورکوي، نو ښه به وي چې دی ياد اجر له خلکو نه غواړي، که جهاد نه وي نو بيا دې کړنې بايد د قدرت لپاره جګړه نوم ورکول شي.

۲ـ ميراث: په هيواد کې اوس اوس ځوان پوړ په بیلابیلو برخو کې پوره رسيدلی دی، ښه به وي چې ټول پوستونه په داسې ډول سره و ويشل شي، چې وطنپالو ځوانانو ته هم پکې موکه برابره شي، او بله مهمه خبره داده چې نن له خلکو سره د رايي زور دی، ښه به وي چې خلک د جهادي، ولسي جرګې د غړي، قومي، حزبي،ژبني يا بل نوماند ته رايه ورنکړي، دوی بايد چاڼ وکړي، خلک وګوري، چې يو نوماند تر ټاکنو وړاندې څه کړي، څومره فعال پاتې شوی دی او څومره يي  ددې ټولنې لپاره غږ اوچت کړی دی.

۳ـ ارګ چې د هرې موخې لپاره دا ډول کړنې کوي او شمال ټلوالې ته امتيازات ورکوي، بايد په دې پوه شي، چې يوه ورځ به ولس د دې مصلحتونو له امله سخت تاوان ورکړي، نو ښه به وي چې راتلونکی نظام تر مصلحته، لياقت  ته لومړيتوب ورکړي.

په پای کې ځوان پوړ، چې نه د شمال ټلوالې کس دی، نه هم د ارګ يا بلې ډلې ښه به وي چې په ريښتونی سياست باور ولري او د ځوان پوړ د ودې لپاره بايد شته حزبي، سمتي، ژبني او مذهبی خنډونه په فکري ډول وځپل شي، د ځپلو لپاره يي لومړنۍ چانس د ملت په لاس کې شته رايه ده او یاده رايه باید د وړ کس لپاره وکارول شي، څو وړ را مخې ته شي او ناوړه شاته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *