په یوه ورځ له ولسمشر حامدکرزي سره د امریکې د متحده ایالتونو د ولسمشر، د بریتانیې د لومړي وزیر او د پاکستان د لومړی وزیر ټیلیفوني خبرې، بیا کابل ته د بریتانیا د لومړي وزیر راتګ جوتوي چې په افغانستان، پاکستان، قطر او د افغانستان په بهرنیو اړیکو کې وضعه عادي نده.

د امریکې له ولسمشر بارک اوباما سره پوره یو ساعت ویډیویي خبرې هغه هم پر دوو څرګندو مسئلو ( په قطر کې پرانستل شوی دفتر او د افغانستان او امریکې تر منځ امنیتي تړون) دا ښیي چې د دواړو مشرانو تر منځ پوره چنې وهل شوې دي.

خو هغه کومه مسئله ده، چې په اوږدو اوږدو خبرو کې هم ورته د حل لاره نه موندل کېږی؟

د قطر د دفتر په اړه خو د افغان حکومت ملاحظه دا وه، چې د قطر په دفتر کې طالبانو له خوا د اسلامي امارت لوحه او بېرغ لګېدلی دی، چې د امریکې په وینا او عمل کې یو ډول توپیر ښیي، ځکه خو افغان حکومت له امریکې سره د امنیتي تړون پر سر د خبرو څلورم پړاو ځنډولی دی.

د نوموړي دفتر پر سر لګېدلی بېرغ او لیکنه  تر ۲۴ ساعتونو وروسته ښکته شوه او په قطر کې د طالبانو استازو وویل چې دوی د بېرغ او لوحې په اړه له امریکې سره مشوره نه وه کړې.

د امریکې بېلابېلو چارواکو هم په خپلو څرګندونو کې  ددې خبرې د تایید تر څنګ  وویل، چې په قطر کې د خبرو اترو بهیر دې د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې تر سره شي. افغان حکومت هم د بېرغ او لوحې تر ښکته کېدو وروسته د خبرو د پیلېدو لپاره خپل چمتوالی څرګند کړ. دغه راز ولسمشر حامد کرزي  د جمعې په ورځ په خپلې اوونیزې راډیويي وینا کې هم وویل، چې د قطر د دفتر په اړه یوه پټه دسیسه روانه وه، خو موږ پخپل غوڅ دریځ دغه توطئه شنډه کړې ده.

پدې توګه د افغانستان او د امریکې د متحده ایالتونو په دریځ کې تردې نرمښت وروسته جوتېږي، چې د قطر په اړه د کابل او واشنګتن ترمنځ اختلاف تر ډېره بریده له منځه لاړ(په ځانګړې توګه هغه مهال چې د قطر په دفتر کې د بېرغ او لوحې تر ښکته کېدو وروسته افغان حکومت د خبرو اترو سره خپل چمتو والی هم څرګند کړ)، خو بیا داسې کومه ستونزه پر ځای پاتې ده چې د نورو چارواکو او مسوولو کسانو په ناستو اوخبرو کې نه حل کېږي او اړتیا پیښېږي چې د امریکې ولسمشر بارک اوباما له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په یو ساعته ویډیویي مکالمه کې وڅېړي؟

هغه څه چې د امریکې متحده ایالتونو ته په لومړیتوبونو کې ځای لري له افغانستان سره د هغه هېواد امنیتي تړون دی.

امریکا او ناټو اوس اوس پوهېږي چې په افغانستان کې د ناټو ماموریت ندی بشپړ شوی او بشپړېدوته یې لا اوږده لاره پاتې ده. امریکې او ناټو ته د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو (په تېره بیا د استخباراتي کړیو) سیاست اوس څرګند شوی دی، چې هغوی د انتظار ایستلو سیاست پرمخ بیایی. دوی په ناقرارۍ سره د ۲۰۱۴ کال انتظار باسي تر څو د شویو توافقاتو پر بنیاد ټول بهرني قوتونه له افغانستانه ووځي او پدې توګه میدان دوی ته خالي شي.

دې اندېښنو د امریکې او ناتو په دریځ کې بدلون راوستی او داسې انګېرنې یې رامنځته کړي دي چې د ناټو له وتلو وروسته به د افغانستان امنیتي ځواکونه په بحران کې د راګیر افغانستان د بشپړې ساتنې وړتیا ونه لري. ځکه غواړي په یو ډول تر یو وخته پورې خپل پوځي حضور وساتي. لکه چې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونده کې څرګنده شوه، دغه ځواک غواړي په پنځو اډو کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي او بیا یې خپل پاتې کېدل امریکې سره د افغانستان پر امنیتي تړون مشروط کړل. پدې مانا چې ناټو له امریکې پرته خپل ماموریت په افغانستان کې نشي تر سره کولی.

ځکه خو اصلي مسئله چې هم د ناټو د راتلونکي ماموریت برخلیک او هم د افغانستان او امریکې اړیکي ورپورې تړلې دي د افغانستان او امریکې ترمنځ امنیتي تړون دی او بې له شکه د ولسمشر حامدکرزي او بارک اوباما تر منځ د ویډویي خبرو اصلي منځپانګه همدا موضوع وه. بارک اوباما د امنیتي تړون په برخه کې له کورنیو فشارونو او مخالفتونو سره هم مخامخ دی. هغه شمېر سیاستپوهان او سناتوران چې په افغانستان کې د امریکې د ماموریت له دوام سره مخالف دي، فشار واردوي ترڅو امنیتي تړون لاسلیک نشي او هغه شمېر چې له بارک اوباما سره سیاسي اختلاف لري بیا ددې تړون ځنډېدل د بارک اوباما د سیاست  کمزوري بولي، ځکه خو اوباما ټینګار لري دغه تړون لاسلیک شي. د همدې لپاره خو د امریکې سفیر په کابل کې هم په ښکاره توګه غوښتنه وکړه، څو د امنیتي تړون پر سر د خبرو ځنډېدلی څلورم پړاو باید زر پيل شي.

خو ولسمشر حامد کرزي بیا ددې تړون پر وړاندې خپل شرطونه لري، چې که امریکا او ناټو ورسره توافق وکړي په یو ډول د ناټو د ماموریت د ناکامۍ په مانا ده.

خو بریتانیا بیا د حامد کرزي له غوښتنو سر د ځینو شرطونو په بدل کې توافق کولی شي. لکه چې ډیویډ کامرون په کابل کې له کرزي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل،  د اساسي قانون د بدلېدو او په واک کې د طالبانو د شریکېدو په قیمت حاضر دی د لنډ مهاله حکومت له جوړېدو سره همکاري وکړي، چې لنډ مهاله حکومت بې له شکه د حامد کرزي او د هغه د ټیم په واک کې به وي. لکه چې په ټیلفوني خبرو کې هم د حامد کرزي او ډیویډ کامرون ترمنځ د قطر د دفتر مسئله څېړل شوې ده.

د پاکستان حکومت په داسې یو حالت کې د امریکې او بریتانیا له خوا نور امتیازونه تر لاسه کولی شي تر څو له افغانستان سره د ځینو سیاستونو د پلي کېدو لپاره اړیکي ونیسي.

د افغانستان او امریکې ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا، امریکا اړ باسي څو پاکستان خوشحاله وساتي. له بلې خوا نواز شریف چې د جنرال مشرف له محاکمې نه د هغه هېواد له استخباراتو سره د مقابلې سیالي پیلوي، د امریکې ملاتړ ته اړتیا لري او ورسره د نږدې کېدو لارې لټوي.

خو هغه څه چې هم افغانستان اوهم امریکې ته څرګنده ده دا ده چې نه د افغانستان او امریکې ترمنځ کړکیچ دوام موندلای شي، نه هم بریتانیا او امریکا په ښکاره توګه متضاد دریځونه غوره کوي او نه هم ناټو له امریکې نه جلا دریځ خپلوي ځکه خو په نږدې راتلونکي کې به د اړیکو اوسنی کړکیچ پای ومومي. البته په دې لوبه کې به ګټونکی هغه خوا وي چې مقابل لوری ډېرو انعطافونو ته اړ باسي.

له محور ورځپاڼې په منننې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *