کابل، د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۵ مه – د افغانستان حکومت، نړیوالې ټولنې او د افغانستان د مدني ټولنو استازو او خصوصي سکټور نن سره وکتل، څو د افغانستان د اصلاحاتو د اجنډا په پرمختګ او لاسته راوړنو بحث وکړي او یو ځل بیا یې د هېواد اوږدمهاله پرمختګ لپاره خپله ملګرتیا او ژمنتیا تازه کړه.

افغان ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني، په رسمي توګه د ۲۰۱۷ د لوړپوړو پلاو ناسته چې د افغانستان په اړه د بروکسل له کنفرانس څخه پوره یو کال وروسته ترسره کیږي، پرانیسته.  د بروکسل په ناسته کې چې په ۲۰۱۴ کال کې د لندن له کنفرانس وروسته جوړه شوه، تر ۲۰۲۰ کال پورې د نوېو پرمختیایي مرستو ژمنه وشوه. د لوړ پوړو پلاوو وروستۍ ناسته په ۲۰۱۵ کال په کابل کې جوړه شوې وه. اجرائیه رییس جلالمتآب ډاکټر عبدالله عبدالله، د غونډې د پای خبرې وکړي.

لوړ پوړو پلاوو او نړیوالو استازو د دې لپاره سره وکتل چې پرمختګونه وارزوي، د بروکسل د ژمنو په عملي کېدو او د افغانستان د سولې او پرمختګ د ملي چوکاټ په تړاو د لاسته راوړنو او ننګونو جاج واخلي.

د افغانستان مالیې وزیر، ښاغلي اکلیل حکیمي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو په ګډه د دې ناستې مشري وکړه چې پام یې تر ډیره په دوو موضوعاتو حکومتولۍ او د خصوصي سکټور په پیاوړتیا ورټول وو.

ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني وویل: ” د نن ورځې غونډه د یوه لوی بحث برخه ده، دا چې څرنګه افغانستان کولای شي له نړیوالې ټولنې سره یو اغیزمن همکار واوسي تر څو د افغان ماشومانو لپاره یوه غوره راتلونکې راولي، داسې یوه راتلونکې چې له ترهګرۍ او تاوتریخوالي څخه پاکه وي. “

د خپلو خبرو په لړ کې، ولسمشر غني په افغانستان کې فساد ته د پای ټکي ایښودلو ژمنه وکړه، هغه وویل: ” موږ په دې وروستیو کې له فساد سره د مبارزې ستراتیژي تصویب کړه چې په لوړه کچه د کارونې وړ ده، او موږ باور لرو چې دغه ستراتیژي د فساد پر وړاندې ډیره ریښتینې ستراتیژي ده او له وړاندې یې پلي کېدل پیل شوي. “

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یا ماموتو وویل، حکومت په کلیدي اصلاحاتو کې مهم پرمختګ کړی. لاسته راوړنې د تشخیص وړ او کډون کوونکي هڅوي چې دا ناسته د دې لپاره وکاروي څو په دې پریکړه وکړي چې څنګه حکومت او ملګري یې په ګډه مخ په وړاندې تګ ته دوام ورکړي.”

د ښاغلي یاماموتو ټینګار دا و، چې ریښتینی بدلون پیچلی دی او وخت ته اړتیا لري. نوموړي وویل: ” د ملګرو ملتونو په استازیتوب له ولسمشر او د هغه له ډلې سره مو چې په ډاګه خبرې اترې درلودې، ستایم او زه د  یو موټي ملګرو ملتونو په توګه د افغانستان د سولې او پرمختګ د ملي چوکاټ له موخو سره په سمون کې، د خپلو هڅو د پرمختیا د دوام لپاره خپله ژمنتیا تکراروم. “

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي وویل: ” د افغانستان د سولې او پرمختګ په ملي چوکاټ کې د دولت پرمختګونه د افغانانو له حقونو، او په یوه داسې هیواد کې چې په سوله کې اوسیږي او د ځان بسیاینې په لور روان دی، تړلي بللي دي.” نوموړي زیاته کړه: ” دې ته په پام چې موږ په نړیواله ټولنه کې غواړو د یوه بریالي افغانستان شاهد و اوسو، زه دلته ټول ملګري، فعالین، نارینه او ښځینه سوداګر او چارواکي ننګوم چې په هره برخه کې زموږ کار د سولې په بهیر کې د ونډې اخیستو د لنز پرمټ په پام کې ونیسي، که چیرې موږ دا کولی شو، نو د افغانستان له راتلونکې سره هم کولی شو مرسته وکړو، له داسې یوې راتلونکې سره چې موږ ټول یې په نړیواله ټولنه کې د یوه بریالي افغانستان هیله لرو. “

د افغانستان اجرائیه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله، د بې پرې او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ، او ویې ویل: ” موږ په تېره لسیزه کې سخت درسونه واخیستل او پوه شولو چې ازادې او عادلانه ټاکنې په هیواد کې د ثبات، د قانون حاکمیت، دیموکراتیکو حقونو او یو والي لپاره کلیدي اهمیت لري. “

جلالتمآب ډاکتر عبدالله، همدارنګه وویل: ” ولسمشر غني او زه د اعتماد وړ پارلماني ټاکنو او د خپلې مودې په پای کې د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کولو پوره ژمنیتا لرو. “

 د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د افغانستان د سولې او پرمختګ ملي چوکاټ ته د افغانستان د دولت پر ژمنتیا ټینګار وکړ، او ویې ویل، چې په هیواد کې به د پیاوړو ادارو، کره عایداتي سرچینو او فعاله خصوصي سکټور د رامنځ ته کېدو لامل شي.

 ښاغلي حکیمي وویل: ” د افغانستان د سولې او پرمختګ ملي چوکاټ د هر اړخیزې اقتصادي ودې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو برابرولو، خلکو ته د خدمتونو چمتو کولو او فساد ته د پای ټکي ایښودلو پلان دی. ” هغه زیاته کړه: ” له بیوزلۍ څخه د خلکو د خلاصون لپاره ریښتینې اقتصادي پیاوړتیا ضروري ده، د دې کار د ترسره کولو لپاره موږ باید د خصوصي سکټور لپاره ښه زمینه برابره او د پانګونې فضا ته ښه والی ورکړو. “

ښاغلي حکیمي د افغانستان د راتلونکې لپاره د نړیوالو همکارانو له دوامداره ژمنو څخه مننه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *