تاند- د افغانستان او هند ترمنځ د جنوبي اسیا د فوټبال د فدرېشن پایلوبه، چې نن /یکشنبه/ د هند په کرالا ښار کې وشوه، دوه پر یو د هند په ګټه پای ته ورسېده.
افغان لوبغاړو د دوهمې نیمايي په اوایمو دقیقو کې لومړنی ګول وواهه خو هند په دوو دقیقو کې د افغانستان کول مجرا کړ.
د لوبې ۹۰ دقیقې مساوي پای ته ورسېدې خو په ۳۰ دقیقې اضافي وخت کې هند وتوانېد چې ګول ووهي او تر پایه پوري یې د مسابقې نتیجه دوه پر یو وساتلی شوه.
افغان لوبغاړو د ګول وهلو څو هڅې وکړې، د هند د ګول پایه یې ووهله خو بریالي نه شول.
د لوبې په لومړیو کې افغان لوبغاړي پر لوبه خورا برلاسي ول. د افغان لوبغاړو پاسونه او د لوبې تاکتیک هم تر هندي لوبغاړو ښه و، له همدې کبله توپ د هندي لوبغاړو په پرتله ډېر د افغان لوبغاړو په کنټرول کې و خو د لوبې په اضافي وخت کې داسي ښکارېده چې افغان لوبغاړي ستومانه شوي خو هندیانو لا هم په انرژۍ لوبې ته دوام ورکاوه.
د افغانستان او هند ترمنځ د جنوبي اسیا پایلوبه
د افغانستان او هند د فوټبال د ملي ټیمونو ترمنځ پایلوبه د هند په خاوره کې پیل شوه.
دا مسابقه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده. افغانستان، چې تېر ځل یې د جنوبي اسیا د فوټبال د فدرېشن اتلولي ګټلې وه، د اتلولۍ د لقب دفاع کوي، خو هند چې تېر ځل یې په بوټان کې پایلوبه پر افغانستان بایللې وه، دا ځل په خپله خاوره کې د زیات شمېر هندي نندارچیانو په وړاندې مسابقې ته راوځي.
هند تراوسه پوري شپږ ځلي د جنوبي اسیا د فوټبال د فدرېشن د سیالیو اتلولي ګټلې ده خو افغانستان په لنډ وخت کې پر دغه جام د هند تسلط پای ته ورساوه.
په ۲۰۱۱ م کال د جنوبي اسیا د فدرېشن پایلوبه هند څلور پر صفر له افغانستانه ګټلې وه خو افغانستان په ۲۰۱۳ م کال هند ته ماتې ورکړه او لومړی ځای یې خپل کړ.
د هند په لوبډله کې چیتري، جیجي لال پیخلوا، ارنب موندال، سوبراتا پاول او روبین سینګ خطرناک لوبغاړي ګڼل کېږي.
د افغانستان د دې ځل ټیم له تېرو ځلونو سره ډېر توپیر لري. لوی تفاوت یې په دې کې دی چې هر لوبغاړی یې ګول وهلی شي او هر یو سیال ټیم ته خطرناک کېدای شي. د افغان لوبډلې بله ځانګړتیا د ښه روزونکي له برکته دا ده چې د لوبې په ترڅ کې لوبغاړي ځایونه بدلوي او په اسانه په نویو موقعیتونو کې ځای پر ځای کېږي.
په روان تورنمنټ کې افغانستان تر ټولو زیات ګولونه وهلي او تر ټولو لږ ګولونه، یعني یوازې یو یې خوړلی دی.