تاند- افغانستان او هند نن /پنجشنبه/ ژمنه وکړه چې په خپل منځ کې د سوداګري راکړو ورکړو لپاره به ژر تر ژره د هوايي کارګو دهلېز یا کوریدور رامنځته کړي.
د هند د سټېټسمن ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارومرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي، چې د تروریزم پر ضد په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره هند ته تللی دی، نن /پنجشنبه/ د هند په بهرنیو چارووزارت کې د دولت له وزیر (معین) ایم. جې اکبر سره ولیدل.
دهند د بهرنیو چارووزارت د ویندوی ګوپال بګلې په وینا ښاغلي کرزي د افغانستان د روان وضعیت او د سولې او پخلاینې په اړه د افغانستان د حکومت د هلوځلو په باب هندي لوري ته معلومات ورکړل.
هندي لوري د سوله ییز، سوکال، باثبات او متحد افغانستان لپاره د افغان حکومت او ملت د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.
ویاند وویل چې د هوايي دهلېز یا کوریدور پر سر د دواړو خواوو ترمنځ خبرو ښه پرمختګ کړی دی.
د هند او افغانستان ترمنځ د هوايي کوریدور اړتیا وروسته له دې دواړو خواوو احساس کړه چې پاکستان د خپلې خاورې له لارې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو مخالفت وکړ.