تاند (یکشنبه، د قوس ۳) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان او په کابل کې د هند سفیر وینې کومار د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ یو بل ته د مجرمانو د سپارلو معاهده لاسلیک کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د هند سفارت په دې اړه په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي«د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د هند د جمهوریت ترمنځ یو بل ته د مجرمانو د سپارلو معاهده د دوو هیوادونو اړوندو چارواکو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ادریس زمان او په کابل کې د هند سفیر ښاغلي وینې کومار نن نهايي او لاسلیک کړه.»

په دې اړه د ۲۰۱۶ م کال د سپټمبر په ۱۴ هند ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په مهال په نوي ډیلي کې د دوو هیوادونو صلاحیت لرونکو استازو یوه موافقه لاسلیک کړې وه چې پر اساس یې په دې برخه کې معاهدې ته قانوني لار هواره شوه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا دې هیواد لږترلږه له ۳۷ نورو هیوادونو سره د مجرمانو د تبادلې یا یو بل ته د مجرمانو د سپارلو معاهدې لاسلیک کړي دي.

څرګنده نه ده چې هند په خپلو محبسونو کې په جرمونو څومره تورن افغان اتباع لري. افغانستان هم تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي چې څومره هندي اتباع په افغانستان کې محکوم شوي دي.

2 thoughts on “افغانستان او هند یو بل ته د مجرمانو د سپارلو معاهده لاسلیک کړه”
  1. تاند رسانی خبر په اساس چی پدی داعش کسانو چی کنړ او جلال آباد کی افغان دولت ته تسلیم شوی هندی اتباع هم شته کیدای شی دا کار د دوی لپاره هم کړی وی

  2. په مجموع کې معاهدې او موافقې دوه اړخیزې او ډېراړخیزې وي.
    اما د پورته سند لاسلیکول د افغانستان په ګټه دي. په هند کې زمونږ ډېر افغانان اوسېږي چې کله نا کله د هندي پولیسو له خوا افغانان بندیان اوپه زندانونو کې شپې تېروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *