نوازشریف هر هغه څوک چې افغانستان بې ثباتوي، نیول کېږي

تاند- د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو چارواکو په خپل منځ کې همکارۍ تایید کړې خو ویې ویل چې د دوی د تفاهم د څرنګوالي په اړه ناسم معلومات خپاره شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست (م. ا. ل. ر) ویندوی دا خبره په کلکه رد کړه چې د دوو هیوادونو د استخباراتي ادارو د موافقې پر اساس به پاکستانی لوری افغان استخباراتي مامورینو ته روزنه ورکوي.

حسیب صدیقي وویل، د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د تفاهم یادښت لاسلیک شوی خو په دې یادښت کې نه دي ویل شوي چې پاکستاني لوری به افغان استخباراتي مامورینو ته روزنه (تریننګ) او وسایل ورکوي.

مخکې د کابل ځینو رسنیو ویلي وو چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم، لوی درستیز او د آی ایس آی د رييس د سفر په لړ کې د لاسلیک شوي تفاهملیک پر اساس به د پاکستان د استخباراتو اداره آی ایس آی، چې په افغانستان کې خورا بدنامه ده، افغان استخباراتي مامورین روزي او پر وسایلو به یې سمبالوي.

صدیقي وویل چې په دغه تفاهملیک کې د ترهګرۍ او نورو ګډو تهدیدونو په وړاندې د استخباراتي معلوماتو پر شریکولو تمرکز شوی دی.

ده دا هم وویل چې دې ته ورته تفاهملیکونه په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ میلادي کلونو کې د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ شوي وو خو د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ د نشتوالي په وجه یې ګټه ونه کړه.

د م. ا. ل. ر(مالر) ویندوی صدیقي وویل چې دا ځل د پاکستان صادقانه همکارۍ ته هیله لري.

د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال عاصم بحوا تایید کړه چې د دوو هیوادونو ترمنځ د استخباراتي همکاریو په اړه د تفاهم یادښت لاسلیک شوی دی خو په دې اړه یې څه ونه ویل چې د دغه تفاهملیک پر اساس به پاکستان افغان استخباراتي مامورین روزي یا به یې پر وسایلو سمبالوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *