تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره په کتنه کې یو ځل بیا د پېښور پر پېښه خواشیني څرګنده کړه ویې ویل د پېښور حمله کوونکي د هغو تروریستانو په شان دي چې د پکتیکا په یحیاخېلو او د کابل په استقلال لېسه کې یې د افغانستان پر ماشومانو او ځوانانو وحشیانه بریدونه وکړل.

افغانستان له ډېرو کلونو راهیسي پر پاکستان تور پوري کوي چې افغان طالبانو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې او د طالبانو مشران د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې جګړه تنظیموي.

افغانستان او پاکستان ژمنه وکړه چې په ګډه به له تروریزم سره مبارزه کوي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز په پېښور کې پر یوه ښوونځي د وسله والو طالبانو له بریده یوه ورځ وروسته کابل ته سفر وکړ او د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره یې د دوو هیوادونو ترمنځ د تروریزم پر ضد پر همکاریو خبرې وکړې.

په وروستیو کې پاکستان ورته تور لګوي ، وايي چې د پاکستانتي طالبانو مشر د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې اوسي او پاکستاني طالبان په کونړ او نورستان کې پناهځایونه لري.

ولسمشر غني د پاکستان لوی درستیز او د آی ایس آی مشر ته وویل:«هغه وخت راغلی چې افغانستان او پاکستان په صداقت او موثریت په ګډه د تروریزم او افراطیت پر خلاف په افغانستان، پاکستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره جدي اقدامات وکړي.

د افغانستان ولسمشر تاکید وکړ چې تروریستي اعمال نه یوازې باید تر ټولو په کلکو الفاظو محکوم شي بلکې د تروریستانو پر ضد عملي او کلک اقدامات وشي.

د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف وویل چې هڅه کوي د پېښور د سې شنبې د ورځې د پېښې عاملان ژر تر ژره ونیول او سزا ورکړای شي.

پاکستاني رسنیو ویلي و چې جنرال راحیل شریف به د افغانستان له ولسمشره وغواړي چې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله په نیولو او پاکستان ته د هغه په سپارلو کې مرسته وکړي خو د افغانستان د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي خو د پاکستان د لوی درستیز له خولې راغلي چې افغانستان او پاکستان باید د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره په ګډه د تروریزم پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.

One thought on “افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په خپل منځ کې پر همکارۍ سلا وکړه”
  1. له دغه دله سره یو ډانګی وي، په رسمي ملاقاتونو کې یې هم د پښو منځ کې ایښی وي او کله ناکله یې لر بر کوي. دا ډېره ضروري ده چې افغان چارواکي دغه ډانګی ترې واخلي او ………………

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *