تاند- افغانستان او پاکستان موافقه وکړه چې په خپل منځ کې د دوامدارو اقتصادي اړیکو د ټینګولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دا موافقه د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او سوداګرو د پلاوي او د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار نثار خان جنجوعه ترمنځ په کتنه کې وشوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت د مرستیالې کاملې صدیقي په مشرۍ پلاوی په اسلام اباد کې دی چې له پاکستاني چارواکو سره د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې پر ستونزو خبرې وکړي.

دواړو خواوو د سوداګرۍ او اقتصادي راکړو ورکړو د پراختیا لپاره موافقه وکړه چې هغه ستونزې له منځه یوسي چې افغان او پاکستاني سوداګر ورسره مخامخ دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویندوی وايي چې د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو د تازه او وچو مېوو د صادراتو په برخه کې زیات خنډونه پېښېږي.

د سې شنبې په ورځ افغان پلاوي د پاکستان د سوداګرۍ له مرستیال وزیر محمد یونس داګه سره وکتل او پر دې یې سلا وکړه چې د سوداګري راکړو ورکړو لپاره د دوو هیوادونو ترمنځ د میکانزم اړتیا ده.

د افغانستان او پاکستان راکړه ورکړه په وروستیو دوو کلونو کې د سیاسي اړیکو تر اغېز لاندې خورا کمه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکټور د وروستیو شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له درې ملیارده ډالرو، شا وخوا یو ملیارد ډالرو ته ښکته شوې ده.

خو د دې په مقابل کې افغانستان ته د ایران صادرات څو برابره زیات شوي دي.

په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري درې ملیاردو ډالرو ته رسیدلې وه.

پاکستان اوس وايي، له افغانستان سره د سوداګري راکړو ورکړو د زیاتېدو لپاره به هیڅ راز هلې ځلې ونه سپموي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي، د سوداګرۍ د اندازې کمېدو د افغانستان په پرتله پاکستان ته زیات زیان اړولی دی.

«دلته په مارکېټ کې په کافي اندازه جنس موجود دی او څه ستونزه نه ده پیدا شوې، خو د دوی له میلونو د اوړو، سمنټو، خوراکي موادو او ودانیزو توکو سوداګري کمه شوې، ټرانسپورټي فعالیتونه یې راکم شوي او د دوی خپله پانګوالو، دولت او خصوصي سکټور ته زیان رسېدلی او همدا دلیل دی چې دوی د سوداګرۍ بېرته غوړېدوته لېوال شوي دي.»

د افغانستان د سودګرۍ او صنایعو وزارت د نړیوالې سوداګرۍ مسؤل میر سعید سعیدي وايي، له پاکستان سره سوداګري په قصداً نه ده کمه شوې بلکې افغانستان اوس څو نورې لارې لري او په اتومات ډول د پاکستان او افغانستان د راکړو ورکړو د کمېدو سبب شوې ده.

په عین حال کې د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې مشر زاهد الله شینواري اندېښنه څرګنده کړې چې که حکومتي تګلارې سمې نه شي د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګري بیخي ختمه شي.

2 thoughts on “افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیتي اړیکو د پراختیا موافقه وکړه”
  1. یو به په داړونکي سپي باور نه کوئ او بل په پاکستان. د دواړو خواص یو دي او حیا په یوه کې هم نشته، هر وخت یې چې وس ورسیږي په ټولو ارزښتونو پښې ږدي او داړي مو.

  2. افغانان ډېړ بئ همته خلق دۍ
    خپل داخلئ تولېد زيات کړۍ
    ترانزيټ لپاره د نورو لارو اسټفاده
    او طورخم دروازه کښۍ ديوال پورته کړۍ
    د ېو خرمرګئ ځواب کښۍ پنجابستان کښۍ لس حملئ کړۍ
    بيداره شئ ائ افغانانو تاسو به نور ځه د لاسه ورکړۍ ؟؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *