تاند- د افغانستان او پاکستان روغتیايي چارواکو موافقه کړې چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پرضد به په ګډه هلې ځلې کوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوه چارواکي توفیق مشعل او د روغتیا په چارو کې د پاکستان د صدراعظم استازې عایشې رضا فاروق نن /دوشنبه/ موافقه وکړه چې په دواړو هیوادونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د محوه کولو لپاره به ګډې هڅې پیلوي.
دا ناروغي د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې لا هم شته ځکه چې له یوې خوا خلک د واکسین پر اهمیت نه پوهېږي او له بلې خوا سخت دریځي د واکسیناسیون مخه نیسي.
د افغانستان او پاکستان له موافقې سره سم به دواړه هیوادونو د پولو په اوږدو کې د ګوزڼ مخنیوي ته لومړیتوب ورکوي.
سږ کال په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ۲۷ او په افغانستان کې ۳ موردونه ثبت شوي چې اکثره یې د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې موندل شوي دي.
څه باندې یوه میاشت پخوا په کابل کې هم د ماشومانو د ګوزڼ یو مورد تشخیص شوی و او وروسته څرګنده شوه چې ناروغ له پاکستانه راغلی دی.