تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل وايي، افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې په خیل منځ کې د بندیانو د تبادلې پر یوه میکانیزم کار وکړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ښاغلي مشعل پرون /سې شنبه/ وویل، دواړه هیوادونه د هغو بندیانو د تبادله کولو په اړه خبرې کوي چې د بند موده یې پوره شوي وي او یا یې ضمانت منل شوي وي خو په ځینو دلایلو له بنده نه خوشي کېږي.
عاطف مشعل په پېښور کې له افغان کډوالو سره په خبرو کې وویل، کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د وروستي سفر په لړ کې تر یوه حده د بندیانو پر مسلې خبرې وشوې.
ده زیاته کړه، دواړو خواوو موافقه وکړه چې بندیان دې تبادله شي.
سفیر دا هم وویل چې د افغانستان د سفارت پلاوی به د پاکستان بېلابېلو محبسونو ته لاړ شي څو هغه بندیان ومومي چې د حبس موده یې پوره شوې او یا یې ضمانت منل شوی خو لا هم په بند کې شپې ورځې تېروي.
ده وویل چې پلاوی به د بندیخانو وضعیت هم وڅېړي.
عاطف مشعل وویل چې د افغانستان حکومت به پاکستاني چارواکو ته فرصت ورکړي چې د افغانستان محبسونه د پاکستاني بندیانو لپاره وګوري.
مشعل په دې اړه چې ایا په دې موافقه کې طالب بندیان هم شاملېږي او که نه، څه ونه ویل.