حنیف اتمر او سرتاج عزیز

تاند- د افغانستان، پاکستان او بریتانیا په درې اړخیزو خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ترینګلو اړیکو خبرې وشوې.

د بریتانیا د ملي امنیت د سلاکار سر مارک لېل ګرانټ په بلنه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز په لندن کې سره ولیدل.

دا له کله چې پاکستان د تورخم او سپین بولدک لارې بندې کړي، پر افغانستان یې د درنو وسلو حملې زیاتې کړي او د افغان مهاجرو ځورول یې اوج ته رسولي، د دوو جګپوړو افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ لومړنۍ مخامخ کتنه وه.

سرتاج عزیز د دو هیوادونو ترمنځ د هراړخیزو خبرو پر ضرورت تاکید وکړ، ویې ویل چې دا ډول خبرې به د دوو هیوادونو ترمنځ بې باوري پای ته ورسوي.

دواړه هیوادونو یو بل ته د یو شمېر تروریستانو د نومونو لیستونه ورکړي او له یو بل څخه یې د ورسپارلو غوښتونکي دي.

د لندن د خبرو ډېر جزییات لا څرګند نه دي. په دې خبرو کې د افغانستان د ولسمشر خاص استازی او په اسلام اباد کې سفیر عمر زاخېلوال هم ګډون لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *