تاند- د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس، افغانستان او پاکستان به د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې په ورځ /جولای ۲۶/ پر دیورند کرښه د قانوني تګ راتګ د څارنې لپاره پر یوه میکانیزم په کابل کې خبرې وکړي.

اسلام اباد د جون له لومړۍ څخه د تورخم له لارې پاکستان ته د افغانانو پر بې وېزې تګ بندیز ولګاوه، وروسته یې په صفري نقطه کې د دروازې په جوړولو کار پیل کړ چې د افغانستان له سخت عکس العمل سره مخامخ شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /جمعه/ وویل«د پولې د مدیریت (بارډر منجمینت) په اړه د همږغۍ لپاره د لوړې کچې د میکانیزم د سلا مشورې په خاطر د افغانستان او پاکستان د ګډ تخنیکي کاري ګروپ لومړنۍ غونډه به د جولای په ۲۶ مه په کابل کې جوړه شي.»

په دې غونډه کې به د پاکستاني پلاوي مشري د پوځي عملیاتو عمومي رييس وکړي او د څو وزارتونو او ادارو استازي به هم ورسره ملګري وي.

د تېر جون په ۲۴مه په تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د سرمشریزې په څنګ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د امنیت، د دوو هیوادونو ترمنځ د خلکو او نقلیه وسایلو د تګ راتګ او نورو اړوندو مسلو په اړه د دوه اړخیز مشورتي میکانیزم پر جوړېدو موافقه وکړه.

One thought on “افغانستان او پاکستان پر ډیورند کرښه د تګ راتګ په اړه پر میکانیزم خبرې کوي”
  1. هر څه چې کوي خو هغوي نږدې ده چې هدف ته ځان ورسوي ډيورنډ يې درباندي رسمي کړ, پښتون قوم يې پر دوه برخو وويشلو , ټولي نړۍ ته يې د ترهګر په توګه معرفې کړ ان مور يې له لور او لور يې له موره جدا کړل پښتنو اوس وهئ چيغې دا مو د بې علمۍ او لنډغري انجام دي يو خوا پانډ بل خوا پړانګ الله مو مل شه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *