ادریس زمان او شاه محمود قریشي

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ادریس زمان پرون /دوشنبه/ د پاکستان له باندنیو چارو وزیر سره د دوو هیوادونو پر اړیکو او پاکستان ته د ولسمشر غني پر کېدونکي سفر خبرې وکړې.

ښاغلی زمان د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللی دی.

د دې پلان یا میکانیزم په چوکاټ کې دوو هیوادونو موافقه کړې چې پر دیپلوماتیکو، اقتصادي او تجارتي مسلو او د کډوالو د بېرته راستنېدو پر چارو، او همداراز په پوځي او استخباراتي همکاریو به خبرې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلیو قریشي او زمان د دوو هیوادونو ترمنځ په لوړه کچه د اړیکو او همکاریو پر زیاتېدو سلا وکړه.

تر دې کتنې مخکې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په غونډ‌ه کې ښاغلي زمان د افغان پلاوي او ښاغلي قریشي د پاکستاني پلاوي مشري وکړه.

قریشي له ادریس زمان سره په کتنه کې وویل«دا ډول غونډې دواړو خواوو ته فرصت برابروي چې د عمل پلان د میکانیزم له جوړېدو راوروسته د دوو خواوو ترمنځ شوي پرمختګونه وارزوي او په هغو برخو کې چې د همکارۍ موافقه پرې شوې نوره همږغي رامنځته شي.»

د سولې اوړ پیوستون لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پلان د ۲۰۱۸ م کال په مې میاشت کې جوړ شو څو له دې لارې د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې، اختلافي مسلو ته حللارې وموندل شي او دوه اړخیزې اړیکې پراخې شي.

دا میکانیزم ۵ کاري ډلې لري؛ سیاسي- دیپلوماتیک، د پوځونو ترمنځ همږغي، استخباراتي همکاري؛ اقتصاد او د کډوالو چارې.

د دوو هیوادونو له موافقې سره سم د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عملا پلان بله غونډه به د سږکال په دسمبر کې په کابل کې جوړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *