تاند – د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د چین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره په دې برخه کې یو مهم تړون لاسلیک کړ.
دغه تړون چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت د تخنيکي مرستیال او سرپرست انجينرسيد احمد شاه سادات او د چين د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر میاو وي له خوا لاسلیک شو په اساس به یې، چین له افغانستان سره په درې برخو کې همکاري وکړي.
د یاد تړون تر مخه به، د چين له کاشغر څخه د واخان له لارې شاوخوا ۴۸۰۰ کيلومتره نوري فايبر د بدخشان ولایت تر فيض اباد ښار پورې وغزول شي. دا نوري فایبر به د ورېښمو د بريښنايي لارې Digital Silk Road په جوړېدو کې مهم رول ولوبوي او تمه ده چې په دې توګه به افغانستان په یوه برېښنايي څلورلارې باندې بدل شي.
د لاسلیک شوي تړون په اساس به، چين د افغان سټ ۲ سپوږمکۍ د پورته کولو او ځای پرځای کولو په برخه کې هم له افغانستان سره همکاري وکړي.
همدارنګه ویل شوي چې، چین به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د کدرونو په روزلو او د ظرفیتونو په لوړولو کې هم همکاري کوي.
I WANT WRITE TO AFGHAN GOVERNMENT ADMINISTRATION ONE REMINDER;
LOOK HOWMANY CONTRUCT YOU SIGHN WITH CHINA GOV AND CHINA S COMPANY;ALL JUST ON PAPERS;
ACTUALLY CHINA NOT DOING ANY THING IN ACT;
1/DID YOU SEE ANY PROJECT FOR HOUSES,
2/IS CHINA FINISHED KABUL JALALABAD SECOND ROAD/
3/LOGAR MISS AINAK(CUPPER CONSTRUCTION IS STOP,
AND ALL MORE CONTRUCT,
I BELIVE CHINA COPANY PLAY GAME WITH AFGHANS,
WASTE YOUR TIME, TESTED THEY ARE NOT HONEST,
ONLY INDIAN COMPANY WORKING SOON.THANK YOU