د کرویشیا ولسمشره

تاند- د افغانستان او کرویشیا ولسمشرانو د شنبې په ورځ په وارسا کې د دوو هیوادونو ترمنځ د هراړخیزو همکاریو موافقه لاسلیک کړه.

د ټوټال کرویشیا نیوز انلاین خپرونې د راپور له مخې، د کرویشیا ولسمشرې کولیندا ګرابر کیتاروفیچ له ولسمشر غني سره د موافقې له لاسلیکولو وروسته وویل«دا د مهاجرت د عواملو د مجموعي حل لور ته یوازې یو ګام دی. په لکونو خلک شته چې د امنیتي او اقتصادي ستونزو، نابرابرۍ، مذهبي نه زغم او تروریزم له لاسه له افغانستانه وځي.»

د دې موافقې پر اساس به د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ ګډې کمېټې جوړې شي. دوی دغه راز د پرمختیايي مرستو په چوکاټ کې د همکارۍ پر یوه ځانګړي پلان سلا وکړه چې پر اساس به یې کرویشیا د تعلیم، په تېره بیا د نجونو او ښځو د زده کړو او اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي. د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې به ځانګړی پام د کوڅو بېوزلو ماشومانو ته وي.

کرویشیا به د روغتیا، بیخ بنا په برخو کې هم له افغانستان سره مرستې کوي او دغه راز به د دفاعي او امنیتي مسلو په برخو کې همکاري کوي.

د کرویشیا ولسمشرې افغانستان ته د خپل سفر یادونه وکړه، ویې ویل چې یو نیم کال پخوا یې په افغانستان کې حالات له نژدې ولیدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *