تاند- له ایران سره د یوې موافقې پراساس افغانستان ۱۴ ایراني بندیان د ایران حکومت ته وسپارل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې دا له ایران سره د بندیانو د تبادلې لومړی پړاو دی او ژر به نور ایراني بندیان هم دغه هیواد ته وسپارل شي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی احمد شکېب مستغني په وینا په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې له افغانستان څخه ایران ته د ۲۸ بندیانو د ورسپارلو غوښتنه کړې وه.
مستغني وايي، یوه ځانګړي کمیسون د ایراني بندیانو شرایط او دوسیې وڅېړلې او په نتیجه کې یې ۱۴ تنه د دې وړ وبلل چې باید ایران ته ولېږل شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې د ایران او افغانستان ترمنځ یو بل ته د بندیانو د سپارلو شرایط په هغه سند کې په ګوته شوي چې په ۱۳۸۵ لمریز کال د افغانستان او ایران د عدلیې وزارتونو ترمنځ لاسلیک شوی و.
په سند کې ویل شوي چې که بندیان په خپله وغواړي او د قید تر شپږ میاشتې زیات موده یې پاتې وي، ایران ته لېږل کېدای شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې په افغانستان کې ټولټال ۲۸ ایراني بندیان شته خو له دې نه دی خبر چې په ایران کې څومره افغانان بندیان دي.
څه موده پخوا ایران ته د افغانستان د سترې محکمې د ريیس عبدالسلام عظیمي د سفر په ترڅ کې ایران ویلي و چې د ۵۰ ښځو په شمول د ۲۵۰ افغان بندیانو سپارلو ته تیار دی.
خو مسغني وايي چې ایران ژمنه کړې چې ۷۷۴ افغان بندیان به خوشي کړي او د سل نورو د اعدام سزا به معاف کړي.
ویل کېږي چې په ایران کې په زرګونو افغان بندیان په اعدام محکوم شوي، یو شمېر اعدام شوي او نور د اعدام د سزا تطبیق ته انتظار باسي.