تاند، یکشنبه، د عقرب ۵مه: د افغانستان بانک سبا دوشنبه په کابل کې ۳۰ میلیونه ډالر لیلام ته وړاندې کوي.

افغانستان بانک تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، دوی دا پیسې د افغانیو د بیو د کنټرول لپاره د صرافانو او بانکونو تر منځ لیلام ته ږدي.

د بانک مسوولان وايي، ټول صرافان او بانکوالان کولی شي چې په دې لیلام کې برخه واخلي خو دوی مکلف دي چې له افغانستان بانک سره نن خپل ټول اړوند حسابونه تصفیه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغو صرافانو چې تر اوسه له دوی سره یو میلیون او پنځه سوه زره افغانۍ د تضمین په ډول نه دي ایښي  کولی شي چې د نن ورځې تر پایه دا پیسې دوی ته تحویل کړي او بیا سبا دوشنبه په لیلام کې برخه واخلي.

د افغانستان بانک د شنبې په ورځ هم دېرش میلیونه ډالر لیلام ته وړاندې کړي وو، خو پر دغه بانک نیوکه ده چې د پيسو د بیو د کنټرول لپاره یې د لیلامۍ طرحه ناکامه ده.

شنونکي وايي، د افغانستان بانک له خوا هره اوونۍ لیلامېدونکي ډالر یو شمېر صرافان ایران ته د قاچاق په ډول اړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *