یو ملګری مې دی چې په ټولو سختیو کې په وطن کې پاتې شوی، هیڅ وخت یې دې ته زړه ښه نه کړ چې له وطنه ووځي او په یوه بهرني ملک کې پاتې شي. زه یې له تیرو شلو پنځه ویشتو کلونو راهیسې پیژنم، ده په تیر وخت کې بهر ته دتللو ډیر امکانات لرل. که به چا ورته وویل چې ولې دنورو غوندې اروپا یا امریکا ته نه ځې، ده به ویل هیڅکله به له خپل خواږه وطنه ونه وځم.
څو شپې دمخه مې ولید ښه مایوسه و، ویل یې په دې لټه کې یم چې ځینې اسناد چمتو کړم او خارج ته ځان وباسم. په حیراني مې ترې علت وپوښت ومې ویل دمخه خو به تا نورو ته نصیحت کاوو چې پردي وطن ته ولاړ نه شي، اوس څه وشول چې پخپله دې دسفر موزې په پښو کړې دي. له اسویلي سره یې راته وویل: اوس مې بیخي امید قطع شوی دی، افغانستان دژوند کولو وړ نه دی. نه یې وینې چې جګړه بیرته د دیرش کاله دمخه بهانو له مخې پیل شوې، هیچیري دسر امن نشته اخیر موږ هم دژوند کولو حق لرو، تر څو به داسې په ویره کې ژوند کوو، سهار چې له کوره راوځم لومړی خو بیرته کورته د صحي سلامت ستنیدو هیله نه لرم، بل مې اولادونو ته سودا وي خدای مه کړه یا به په چاودنه کې برابر شوي وي یا به سړي تښتونکو تښتولي وي. بس چې ماښام یې روغ او ژوندي ووینم شکر ادا کړم، تر څو به داسې نیم ژوانده یو، په دولت کې هم اداري فساد اوج ته رسیدلی د وضعې دښه کیدو هیله ډیره لږه ده.
نږدې څلویښت کاله کیږي چې موږ په بیلابیلو نومونو سره وژنو.یو په ځان یو نوم کیږدو او بل بیا په مقابل کې پر ځان بل نوم کیږدو، دښمني سره پیل کړو، خبره مو ټوپک ته ورسیږي او په جګړه سره پیل وکړو تر هغو سره وژنو تر څو چې یا ښه ستړي شو او یا هم په نړیواله سطحه کوم داسې بدلون راشي چې نور مو دیوبل د وژلو بهانه ورکه شي.
بیا لږ موده تیره کړو، لږ څه ساه جوړه کړو، بیرته د جګړې او ورور وژنې نوې او پخوانۍ بهانې راپیدا کړو د ۱۳۷۱ کال د ثور د اتمې نیټې بدلون ته ډیر خلک خوشحاله و چې وروسته له دې به افغانستان یوه خوله او یو لاس شي، مجاهدین به راشي نور به زموږ په وطن کې جګړې نه وي، موږ به د وطن د ورانیو د بیا جوړولو کار پیل کړواو دهغو تیرو څوارلسو کلونو د جګړو زخمونه به ټکور کړو، خو له بده مرغه داسې ونه شول، لږ وخت ارامي وه، بیرته نوې بهانې راپیدا شوې، یوې ډلې ویل چې له بلې غاړې سره زموږ پخواني دښمنان ملګري دي، بلې غاړې ویل چې موږ اسلامي انقلاب بریالی کړی له موږ سره جګړه ګناه ده او د دښمن وژل جهاد دی، چې دیوې غاړې پخوانو ملګرو خپله لاره او ګودر بدل کړل او له هغې بلې سره ملګري شول دې بلې پخوانۍ یې پرضد جهاد اعلان کړ، بیرته جګړه له سره پیل شوه په پایله کې نوي سلنه کابل وران شو او نږدې اتیا زره کابل ښاریان په تنظیمي جګړو کې شهیدان شول.
طالبان تر یوه بل شعار لاندې راڅرګند شول ډیر خلک هغوی ته هم په دې هیله چې افغانستان به بیرته یو لاس او یوه خوله کړي د لسګونو تنظیمونو پر ځای به یو تنظیم وي او هغه به په ښه توګه دهیواد چارې سمبال کړي. سره له دې چې لنډ مهاله امن راغی، خو دا امن د هدیرې چوپتیا او امن ته ورته و. طالبانو د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله پیل کړه هیڅوک یې بې وهلو ټکولو او سپکولو پرې نه ښودل.
له طالبانو وروسته نوي حکومت ته بیا دخلکو هیلې پیدا شوې دا ځل نو نوره دنیا هم دافغانانو تر څنګ ولاړه وه، دا یو بې ساری چانس و، چې دافغانانو په نصیب شوی و. جګړه مارې ډلې سره وشلیدلې او دملي پوځ د جوړیدلو هیلې را ژوندۍ شوې.
خو دا ځل هم حکومت د داسې نا اهله کسانو په لاس کې پریووت چې په ډیر لږ وخت کې یې په لوی لاس مخالفتونه راوپارول، که له یوې خوا پخواني جنګي جنایتکاران او دبشري حقونو ناقضین په حکومت کې شامل شوي و او دلته او هلته یې په خلکو ظلمونه کول له بلې خوا زموږ غرضي ګاونډیان هم آرام نه و، ناست. بیرته یې تارومار شوې جګړه مارې ډلې سره یو ځای کړې او پخپله پټ دهغوی ترشا ودریدل. دادی اوس بیا وینو چې موږ بیرته ۳۴ کاله شاته تللی یو له سره دلته او هلته په هماغو پلمو جګړې پیل شوې دي او زموږ وطن او خلک پکې سوځي.
رښتیا هم چې اوس افغانستان د ژوند کولو لپاره خوندې ځای نه دی. موږ له بې ساریو ستونزو سره مخ یو چې ډیری یې ممکن زموږ له خپله لاسه وي.
کله چې په یوه ټولنه کې حالت د ډاډ وړ نه وي نو بیا له ډیرو څخه ملي ګټې هیرې شي هر یو د خپل ځان په فکر کې وي، هر یو کوښښ کوي ځان له اوره وباسي. خو آیا موږ به تر څو یوازې د ځان ژغورلو په فکر کې یو، آیا ټول به له دې وطنه وځو؟ خو د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو په پایله کې نوی حکومت دا اراده لري چې افغانستان له اوسنیو ستونزو راوباسي، په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره ټینګه اراده موجوده ده.
راځﺉ په ګډه لاس په کار شو له خپل وطنه ځان نه، بلکې خطر ورک کړو.