د مایکرو بایولوجې درسي ساعت و، د پاراسایټولوجې د پاره نوی استاد راغی او لکچر یې پیل کړ. استاد ډیر ښه اخلاقي او خوشاله سړی و. وروسته له ۴۵ دقیقو څخه د دمې وخت راغی او د ۱۰ دقیقو دپاره یې دمه واخیسته، د دمې په وخت کې استاد د محصلینو سره په موسکا خبرې کولې او د هر چا د میز څخه به یې لیدنه کوله، د نوم او دهیواد پوښتنه به یې د هر محصل څخه کوله. چا به ویل زه د بنګله دیش یم استاد به ویل اووه تیر کال زموږ سره د بنګله دیش پروفیسران وو، چا به ویل زه د هند یم استاد به ویل ډیر ښه هندیان په هر ډګر کې ډیرې لاسته راوړنې لري په ځانګړي ډول د طب په برخه کې …….
کله چې دوهم کتار کې زما میز ته را ورسیدې زه هم ولاړ شوم او لاس مې ورکړ. د نامه پوښتنه یې راڅخه وکړه، ما مې هم نوم وروښود بیا یې وویل چې د کوم هیواد یې؟ ما وویل د افغانستان یم. په افغانستان باندې سم پوه نه شو بیا مې په چینایي ژبه کې ورته وویل چې افوهان (په چینایې ژبه کې افغانستان/افغان ته افهان یا افوهان وایې) یم. استاد ځای پرځای ودریدی، سترګې یې غټې شوي او په خواشینې ډول سره یې وویل: افغانستان بمب بمب!
زه هم د څو ثانیو د پاره غلی شوم او وروسته می یوه ترخه موسکا پر شونډو راوسته او ورته ومې ویل چې هغه پخوا داسې حالت و اوس یو ارامه او سوله ییز هیواد دی…….
عبداللطیف قاضیزاده – چین