برېښنا - له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا انتقال

تاند- د افغانستان د ابو او انرژۍ وزیر وايي چې روانه میاشت به د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د برېښنا د انتقال د پروژې موافقه لاسلیک شي.

د کاسا زر پروژې په اړه تېره مارچ میاشت د ترکیې په استانبول کې خبرې وشوې. د استانبول په غونډه کې نړیوال بانک د دې پروژې ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر غلام فاروق قاضي زاده وویل چې نهايي موافقه به د روان اپریل په وروستیو کې لاسلیک شي. ده وویل چې د دې پروژې له عملي کېدو سره به نه یوازې د افغانستان یو شمېر جنوبي ولایتونو ته برېښنا ورسېږي بلکې افغانستان به پاکستان ته د صادرېدونکې برېښنا له درکه ترانزیتي عواید هم ترلاسه کړي.

د دې پروژې لګښت یو اعشاره ۷۰ ملیارد امریکايي ډالره دی. نړیوال بانک د دې پروژې د بشپړولو لپاره ۵۲۶ ملیون ډالره په غاړه اخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا پروژه به تر ۲۰۱۸ میلادي کال پوري بشپړه شي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر وايي چې دا پروژه د هغو سیمو خلکو ته ځانګړې ګټه لري چې د برېښنا مزي یې په کلیو کې تېرېږي.

د کاسا زر پروژې له لارې ۱۳۰۰ میګاواټه بریښنا له قرغیزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته صادریږي. د دې برېښنا ۱۰۰۰ میګاواټه به پاکستان او ۳۰۰ افغانستان ته ورکول کېږي.

One thought on “افغانستان به د منځنۍ اسیا د برېښنا له ترانزیته د کال ۵۸ ملیون ډالره ترلاسه کوي”
  1. حكومت بايد پوه شي چي بريشنا د خلكو د سوكالئ كيلي ده ، ميديا ته لاسرسي او د سياسي شعور دكچي لو ړ يدل معلومات او تحصيلات او داسي نور .. حكومت بايد هر كلي او هر كور ته د بريشنا رسول خپل لومريتوب وگني تر څو حٌوانان د خرافاتي مفكورو له ضرر نه وساتي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *