تاند- افغانستان به ژر د سوداګري راکړو ورکړو د پراختیا لپاره له سعودي عربستان او ترکیې سره هوايي دهلېزونه پرانیزي.
افغان چارواکي وايي، راتلونکې اوونۍ به سعودي عربستان ته هوايي دهلېز دغه هیواد ته د افغانستان د ۵ ټنه زعفرانو او وچې مېوې په صادرولو پرانیستل شي.
د بانکولۍ په چارو کې د ولسمشر د مشاورت د عامه اړیکو رييس سمیر رسا نن /شنبه/ په کابل کې خبریالانو ته وویل، ترکیې او سعودي عربستان ته د هوايي دهلېز پرانیستل د افغانستان د حکومت د هغې هڅې برخه ده چې پر اساس یې غواړي بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان صادرات په کال کې یو ملیارد ډالرو ته ورسوي.
ښاغلي رسا دا هم وویل چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د هوايي دهلېز د پرانیستنې موافقه به په راتلونکو دوو ورځو کې لاسلیک شي خو سلا پرې مخکې شوې ده.
د رسا په وینا په لومړنۍ الوتنه کې به ترکیې ته د افغانستان ۱۵ ټنه وچه مېوه، غالۍ، طبي بوټي، او د څارویو پوستکي صادر شي.
ده د سعودي عربستان په اړه وویل چې دغه هیواد ته به په لومړۍ الوتنه کې ۵ ټنه زعفران او وچه مېوه صادره شي.
تر دې مخکې افغانستان له هند او قزاقستان سره هم هوايي دهلېزونه پرانیستي دي.
د پاکستان له لوري د ترانزیت او صادراتو په برخو کې له فشارونو وروسته افغانستان ګڼې متبادلې لارې موندلي چې په نتیجه کې یې د افغانستان او پاکستان تجارتي راکړه ورکړه په سلو کې ۷۰ ټیټه شوې ده.