څو مياشتې وړاندې د کابل د ميوند په روغتون کې بستر وم یوازې دپکې دڅرخو د وزرو شور مې اوريد او دمازديګر او ماښم د زېړې رڼا او تيارې احساس مې کاوه. د ډاکترانو لخوابه زما احوال هم اخیستل کيدو.څه مې کړي وای راډيو به مې په دې خاطر اوريده،چې د نړۍ اوسيمې د حال او احوال نه به مې ځان خبراوه او دهنر او ادب تنده مې پرې ماتوله.

 يوه ورځ ماسپيښين مهال و راډيو مې روښانه کړه دشمشاد راډيو لخوا دافغانستان دکرکټ ملې لوبډلې د لوبې ژوندی جريان مې اوريده. لوبه د شارجې په نړيوال لوبغالي کې روانه وه د اباسين سيلاب غږ مې واوريده ،چې د اوريدونکوسره يې د زړه دخوالې ترڅنګ دا وينا په تکرار سره ويله ((زنده باد دافغانستان دکرکټ زمريان))او ورسره يې د راډيو تخنيکر خيبر دوران لخوا د افغانستان دهنرمندانو ترانې اوسندرې چې دافغانستان دکرکټ اتلانو ته ويل شوې دي د زمزموسره بدرګه کيد.ه هر لوري ته د افغانستان د برياوو لپاره دعاکانې روانې وې د هر افغان په زړه کې د خپل هيواد دمينې او غيرت لمبې بلې وې.

 مينوالو به خپل احساسات او مينه د راډيو له لارې څرګندول. ښه مې په ياد دي د سپينې چپنې ډاکتر چې نوم يې راته ياد نه دی پوهېدم،چې پښتون دی راته وويل:(( بچيه افغانستان زموږ د وياړونو کور دی. دې خاوره کې ډېر اتلان لرو،ډېر پياوړي استعدادونه لرو؛خو کاش په دې چې موږ يووالی لرلی او په يوه چتر کې مو د خپل هيواد په ابادۍ کې پراخه برخه اخيستې وائ څومره به ښه وه.))

ده ويل ته وګوره،چې زموږ اتلان بچي دخپل هيواد په استازيتوب تللي دي د هيواد تور،شين اوسور بيرغ جنډ ه يې ورپوله. زړه يې غوښتل نور څه هم ووايي څو دخپل زړه بړاس وباسي؛خو داوښکو څاڅکو نور خبروته پرې نښود.

همدارنګه مې له يوې بلې راډيو د يوې پيغلې نجلۍ داخبره هم واوريده،چې په خواږه اوسندريز غږ به يې ويل (( افغانستان به يې ګټي)) دپيغلې نجلۍ خبرې مې په زړه کې خواږه دردونه راوټوکول او يوډول دسلګيو پړي مې ترستوني تاوشول زړغونی شوم غوښتل مې د لوبې جريان نورهم واورم.

 دراډیو په بيا روښانه کولو مې داباسين غږ بيا واوريد (( دولت ځدران ويکټه واخيسته )) په دې سره نورهم د خوښۍ پيريان راباندې راغلل غوښتل مې،چې دخوښۍ دغه احساس په خپلو ولولو ولمانځم؛خوڅه مې کړي وای دناروغۍ بلا وهلی وم هېڅ مې دپورته کيدو توان نه درلود.

څو ورځې وروسته هم په همداسې خوښۍ اواظطراب کې وم. په دې ورځ افغانستان دکرکټ ترڅنګ په فوټبال(پښې لوبه) کې هم بريا راوړې وه. د دې دواړو لوبو د بري دومره خوښ اوجوش کې راوستم،چې هډو مې خپل ځانته پام نه و او په لوړ غږ مې دهماغې جينۍ خبره له خولې ووتله چې ويل به يې افغانستان به يې ګټي.

اوسمهال،چې افغانستان د کرکټ په برخه کې نړيوالو لوبو ته لار پرانيسته اودفوټبال په برخه کې کې يې هم د اسيا جام ترګوتوکړ بياهماغسې جوش اومينه مې په زړه کې غورځنګونه وهي.

 هر لوري ته دنارينه وو ترڅنګ ميرمنې هم دخوښۍ احساس کوي کوڅو اوسړکونوته راوتلې دي په خپلو اننګو يې دافغانستان بيرغ رسم کړی او دافغانستان ملي بيرغ يې د لوپټې په توګه پرسر دی.

 ډولونه او اتڼې هم دځوانانو لخوا روان دي. هر افغان دخپل هيواد افغانستان سره دمينې ښکارندويي کوي اودخپلې وړتيا اوبريا جشنونه لمانځي.

په ريښتياهم،چې دا ورځ د افغانانو لپاره دخوښۍ تاريخي ورځ ګڼل کيږي.

 څوکاله وړاندې اويا دتنظيمي جګړو پرمهال،چې په افغانستان کې دبيان ازادۍ او دقانون ځای ټوپک نيولی.

هرځای تياره و هرګوټ او هره سيمه به د وحشت او بربريت په عذاب کې سوزيدله.

موسکا د هر افغان له شونډو لکه اوبه له غره مروره وه،هرهيواد وال به په تېښته لکه کډواله مرغۍ دخپل ګران وطن له خوږې غېږې شليده اوفناکيده به.

پخپله مو خپل هيواد دباروتو په لمبوکې وسوځاوه او د وطن هر وګړی مو دپردي سړي د لمسون په خاطرپه وينو ولمباوه. دوطن هر ګلش مو تالا ترغه کړ ټوله پښتونخوا هدېره شوه. اخر ولې،دچا لپاره،په څه خاطر او په کومه ګناه؟

زه ټول افغان ولس ته وايم،چې راځئ له کرکې،خپل منځي وژنو،ژبني،قومي اوجنسي توپيرونو راتېرشو د کرکټ او فوټبال(پښه لوبې) د اتلانو غوندې داسې رول ولوبوو،چې ګرد لوی افغانستان پرموږ راټول شي اود خوښۍ،مينې او يووالي په سوليزه فضا کې لکه د نړۍ د نورو وګړو په شان ژوند غوره کړو.

له يوې خوا به مو دخدای ج د لوی نعمت،چې ژوند دی شکر ادا کړی وي او له بلې خوا به مو د انسانيت دسفير په توګه کارکړی وي،چې هم پاک رب ج له موږ رضا وي او هم د در په دره تارـ تار ولس لپاره به مو ديووالي په ګل بڼ کې د خوښۍ اوسوکالۍ ګلاب کرلي وي اوتاسو بياګورئ د هماغې پېغلې جينۍ په خبره افغانستان به يې ګټي.

په همدې هيله

فريد احمد تسکين ـ کابل زمان خان کلا

۱۳۹۲/۶/۲۰وږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *