تاند- د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د جنوبي اسیا د طلايي کپ په سیالیو کې بوتان ته درې پر صفر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې، افغان ټیم د تېرو مسابقو په شان ښه نظم نه درلود، ډېر فولونه یې هم وکړل تر دې چې افغانستان درې ژېړ کارتونه ترلاسه کړل خو په مقابل کې یې بوتاني لوبغاړو ته کوم کارت ورنه کړای شو خو د افغان لوبغاړو انفرادي قوت او د تاکتیک غوره والی سبب شو چې بریالی شي.

افغانستان، چې د جنوبي اسیا د طلايي کپ په بي ګروپ کې دی، په بله مسابقه کې له سریلانکا سره مخامخ کېږي.

د افغانستان درې ګولونه کیپتان اسلام امیري، مصطفي ازادزوی او حشمت بارکزي ووهل. د بوټان ټیم ونه توانېد چې پنالټي په کول بدله کړي. افغان ګول کیپر ښاغلي یوسفزي د پنالټي شوت فوق العاده دفاع وکړه.

افغانستان د فیفا په درجه بندۍ یا رینک کې ۱۳۹ ځای لري خو بوټان ۲۰۷ دی.

افغانستان په تېرو لسو کلونو کې په فوټبال کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. په ۲۰۰۹ کې افغانستان پر بوټان درې پر صفر بایللې وه خو اوس بوټان ورته سیال نه ښکاري.

2 thoughts on “افغانستان بوتان ته ۳ پر صفر ماتې ورکړه”
  1. مبارک مبارک ! ټولو هیوادوالو ته دې مبارک وي، یوه نیوکه چې زما لخوا پښتنو ته متوجه ده ، هغه داده چې موږ د فوټبال له لوبډلې سره چندان مینه نه ښیو ، حال داچې پدې لوبډله کې اکثره پښتانه لوبغاړي دي، باید خپل له ځانه پردي نکړو ، نن د بوتان سره په سیالۍ کې اکثره بریاوې پښتنو لاسته راوړې ، خو څومره چې ما پام کړیدی ، د کریکټ په پرتله د فوټبال ټیم د پښتنو رسنیو او سوداګرو لخوا نه تشویقیږي .

  2. ملا پياز گله وروره! دلته د افغانستان ملي لوبدله لوبيدلي ده پشتون يا بل هر افغان چي شه حًليدلئ دى افتخار د گردو افغانانو دى . زما له خواه مبارك مبارك او مبارك دغه ستره كاميابي د نورو برياوؤ په هيله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *