د ګلوبل پیس اینډکس انستیتوت په ۲۰۱۹ کال کې د ۱۶۳ هیوادونو د امنیتي وضعیت په اړه راپور کې افغانستان د نړۍ په کچه اوله درجه ناامن هېواد یاد کړی دی.
افغانستان د دغه انستیتیوت په راپور کې مسلسل ۱۱ کاله د نړۍ اوله درجه نا امن هیواد یادیده، خوخو وروستیو څو کلونو کې ترې سوریې دا مقام نیولی و.
په دې راپور کې سږ کال بیا له افغانستان وروسته په ترتیب سره د سوریه، سوډان او یمن د نړۍ تر ټولو ناامنه دویم، دریم او څلورمه درجه هېوادونه بلل شوي دي.
راپور کې د ناامنۍ له پلوه د هند نوم په ۲۲ م، د ایران نوم په ۲۴ او د امریکا نوم په ۳۵م ځای کې دی
دغه راز د نړۍ په کچه تر ټولو امن او سوله ییزو هیوادونو لیست کې لومړی ځای د ایسلینډ، دویم نیوزیلینډ، دریم پرتګال، څلورم اتریش او ډنمارک نوم پنځم ځای کې راغلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *