په یوه تنظیمي ورځپاڼه کې مې د یوې جګړه مارې ډلې د یوه غړي د(کشور بې رهبر) تر سرلیک لاندې مقاله ولوستله. نوموړی د خپلې مقالې په یوه برخه کې لیکي(با اه و درد که کشور ما از مدتهاست که در خلای رهبری بسر میبرد، البته اینکه فردی مانند سیاهی فالیز در ارګ نشسته و از هر راه مشروع و نامشروع که شده خودرا بدانجا رسانده معنای انرا ندارد که او حتمآ شایستګی رهبری راهم دارد)

فکر مې وکړ یو څوک چې ځان ته لیکوال هم وایي ولي دومره بې خبره وي او داسې بې مسوولیته لیکنه وکړي. خو وروسته مې چې په نورو تنظیمي ورځپاڼو کې د ف، فایض نورې لیکنې ولوستې ، پوه شوم چې نوموړی دا ډول لیکنې له ناخبرې نه بلکې د خپل تنظیمي لیدلوري له مخې کوي. نوموړي د ټاکنیزو مبارزو په بهیر کې هم پخپلو لیکنو کې د یوې جګړه مارې ډلې د نوماند ملاتړ کاوه او د هماغې عقدې له مخې یې بیا هم زموږ ګران هیواد افغانستان بې رهبره بللی دی.

دا یې هیر دي هغه څوک چې اوس په ارګ کې ناست دی ، د فایض د تنظیمي رهبر غوندې یې د ټوپک او خلکو د وژلو له لارې د ارګ د نیولو هڅه نه ده کړې، بلکې د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د افغانانو د غوڅ اکثریت د رایو په نتیجه کې ارګ ته رسیدلی دی. ښاغلی ف فایض باید پوه شي چې په تیرو ټاکنو کې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني د خلکو په اکثریت رایو سره د افغانستان د جمهور ریس په توګه ټاکل شوی دی.

داچې د ځینو کورنیو او بهرنیو مغرضو کړیو له خوا د افغانستان د ټاکنو د بدنامولو هڅې وشوې او ځینو جګړه مارو ډلو د وینو د ویالو د بهیدو ګواښونه کړي و، نو اوسني افغان رهبر د وینې د توییدو د مخنیوي لپاره ومنله چې د ټاکنو بل کاندید دې هم په حکومت کې ورسره برخه ولري، که نه هر چا ته څرګنده ده چې تر دوهم نوماند یې تر یو میلیون زیاتې رایې ، ډیرې وې او دا په داسې حال کې ده چې د تیرو ټاکنو رایې په بې سابقه ډول تفتیش شوې او هره رایه څو څو ځله و شمیرل شوه خو بیا هم ثابته شوه چې محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی و.

بیا هم نه پوهیږم ولي دا ښاغلی لیکي… فردی مانند سیاهی فالیز در ارګ نشسته و از هز راه مشروع و نامشروع که شده خودرا بدانجا رسانده معنای انرا ندارد که او حتمآ شایستګی رهبری راهم دارد) نه پوهیږم نوموړی چیري ژوند کوي تر ځمکه لاندې که کوم بل ځای؟ ده ته اوسنی افغان ولسمشر لکه چې نه دی معلوم ، چې پوهه او وړتیا یې څه ده او له اوسنیو کارونو څخه یې هم یا خبر نه دی او یا ځان ناګاره اچولی دی. د ویاړ ځای دی چې اوسنی افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د نړۍ په کچه له سترو او مستعدو رهبرانو څخه دی، افغان ولسمشر لکه څنګه چې د خلکو په رایه ولسمشر شوی دی پخپله ځان د خلکو بادار، رهبر یا امیر نه ګڼي ، بلکې ځان د ملت خادم ګڼي او دا یې په عمل کې ثابته کړې ده.

په کومو شرایطو کې چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر شوی دی که بل څوک وای ممکن اوس هر څه ترې شړیدلي وای، افغانستان اوس د خپل تاریخ په ډیرو حساسو شیبو کې قرار لري، له یوې خوا د وسله والو مخالفینو جګړې له بلې خوا د سیمې او نړۍ د استخباراتي شبکو ورانکاري او له بلي خوا د داخلي قدرت طلبو ډلو او اشخاصو سبوتاژ زموږ وطن له سختو ننګونو سره مخامخ کړی دی، خو دا د افغان ولسمشر محمد اشرف غني رهبري ده چې هیواد له سختو کړکیچونو څخه بریالی راوتلی دی.

د مقالې لیکوال د خپلې لیکنې په پیل کې لیکي(در یکی از رونامه های چاپ کابل عنوان (شهر بی شاروال) توجهم راجلب کرد و بلا وقفه هنوان(کشور بی رهبر) در ذهنم خطور کرد و خواستم درین رابطه تاثرات خودرا بنویسم) کاشکې نوموړي د (تاثرات) پر ځای لیکلی وای (و خواستم درین رابطه عقده های خودرا بنویسم ). ځکه دده دغه لیکنه سراسر له عقدو ډکه ده. هر څه یې چې په خوله ورغلي هغه یې لیکلي او هر څوک چې دده د تنظیم خوښ نه و پر هغوی بلوسیدلی دی.

د مقالې دغه محترم لیکوال د افغانستان یوه زړه سواند پاچا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه ته هم خوله ور اچوي ، لیکي(…ظاهرشاه چهل سال بر کشور ما حکومت کرد ولی کشورما در بدترین حالت بسر میبرد) او بیا اعتراف کوي( تنها از ناحیه امنیتی کشور ارام بود، ولی مردم از ناحیه اقتصادی انقدر پریشان بودند که به اصطلاح به یک لقمه نان شب خود حیران بودند)

اوس به نو له دې ښاغلي سره په دې برخه کې څه بحثونه کوو ، خو دومره باید ورته وویل شي، چې ظاهر شاه رښتیا هم دې وطن ته ډیر کار نه وکړی، په څلویښت کاله کې یې ایله دومره څه جوړ کړي و، چې د کمونیستانو او اخوانیانو په شل کلن غوبل کې له منځه ولاړل. اعلیحضرت بابا ملت باید ډیر کار کړی وای دومره څه یې باید پرې ایښي وای چې غلو لا تر اوسه هم تمام کړي نه وای.

اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د افغانستان هغه واکمن او رهبر و چې د هر افغان ژوند ورته ارزښت درلود، د هغه په طلایي دوره کې د انسان وینه د اخوانیانو او کمونستانو د دوران په څیر ارزانه نه وه. هغه یو واقعي انسان او واقعي مسلمان و، هغه ته د افغان انسان ژوند او ارامي ارزښت درلود. داسې نه و لکه جهادي او کمونیست رهبران چې افغانان په وینو کې لمبیدل او دوی پرې حکومت کاوه.

ښاغلی ف فایض د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه له دورانه تر ننه دورو کې د رهبري په اړه بحث کوی ، هغو ی چې دده او دده د تنظیم خوښ نه دی پر ټولو یې چلیپا را کاږلې لکه د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د دورې صدراعظمان، خو خپل او د خپلو کمونیستان دوران یې هیڅ د بحث وړ نه دی ګڼلی.

نوموړي دا نه دي ویلي چې ددوی په دوران کې افغانستان د اووه سري ښامار په ولکه کې و، افغانستان په درځنونو رهبران لرل، اوس وایي چې افغانستان رهبر نه لري او د خپل دوران د بې شمیره رهبرانو بیا هیڅ یادونه نه کوي. په هر صورت نه غواړم خلک بیرته د اور او وینو دوران ته ورستانه کړم او د شي او کیڼ افراط بدې خاطرې وریادې کړم ، خو دې ښاغلي ته دومره ویل غواړم چې ډیر دې په پردو نه نازیږي خپل وطن او د خپل وطن خلک دې تر نورو ښه وګڼي. د خپل هیواد رهبر ته دې توهین نه کوي. د نوموړي د خبرو برخلاف افغانستان بې رهبره نه دی او له نیکه مرغه ښه او پوه رهبر لري.

One thought on “افغانستان بې رهبره نه دی/ سمیع الله ارین”
  1. مړه دولت هم ډیر بی پرسه دی….. باید په ټوله میډیا باندی نظر وساتی او چه هر سپی د دولت خلاف بی بنیاده خبره کوی باید اړخ ته یی کی……………………..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *