(لومړۍ برخه)
یادګېرنه : په عراق کې مسلمانان او فارسیان په یوه لوی جنګ معرکة القادسیه کې سره مخامخ شول فارسیانو ماتې وخوړه او د هغوی مشر بادشاه په تېښته شو بیا له یوه ښار نه بل ښار ته تلو او مجاهدین ورپسې وو تردې چې د خراسان (اوسني افغانستان) خاورې ته را ورسېدل او مجاهدین هم ورپسې راغلل او په دې توګه یې د خپلو قربانیو په قیمت مونږ ته د اسلام رڼا راوړه الله تعالی د دوی ته زمونږ له اړخه اجر ورکړي پدې لیکنه کې دا کیسه له معتمدو تاریخي کتابونو را اخلم او له ګرانو لوستونکو سره یې شریکوم .
د فارس امپراطوری
د فارسیانو لویه امپراطوري وه چې د اوسني عراق د ځینې برخو نه را نیولی د قفقاز تر غرونو په اوسني ایران او خراسان چې اوسنی افغانستان هم پکې وو پدې ټوله علاقه یې واکمني وه په ۵۵۹ قبل المیلاد کال کې د ملک کورش نومی بادشاه لخوا سره یو ځای کړل شوې او جوړه شوې وه کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دنیا ته تشریف راوړو دې امپراطوري ته دولة الفرس او دولة الکسرویة داسې الفاظ کارېدل او په هغه وخت کې د زمکې په مخ باندې پخوانۍ، زوروره امپراطوري او حکومت ګڼل کېدو او ددې ځای خلک ټول مجوسیان وو د لمر عبادت یې کاوه کله چې د حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه په وخت کې د اسلامي فتوحاتو مبارکه لمن هرې لور ته په خپرېدو شوه نو عراق ته د مسلمانانو فاتحینو مبارک قدمونه ور ورسېدل او لدې لوی قوت سره په مختلفو ځایونو کې په جنګونو سره مخامخ شول په همدې وخت کې حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه لدې دنیا سترګې پټې کړې حضرت عمر رضی الله تعالی عنه خلیفه شو د فتوحاتو لړۍ په هماغه ډول باندې روانه وساتل شوه او بیا هم د اسلام د دین لپاره په هماغه ډول باندې کار روان وو زه د هغو ټولو فتوحاتو تفصیل ته نه ورځم زه د معرکة القادسیه نه شروع کوم لدې جنګ نه وروسته فارسیان په تېښته سر شول او مجاهدین ورپسې شول تردې چې هغوی ورڅخه افغانستان (په هغه وخت کې خراسان) ته را و تښتېدل مجاهدین ورپسې دلته هم راغلل او د اسلام رڼا یې له ځانه سره راوړه د الله تعالی په لکونو شکر چې مونږ ته یې د اسلام رڼا راوړې وه کنه اوس به کومو کاڼو ، بوټو او اورونو ته سجدې کولې.
د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په وخت کې هغه قوت وو چې هر لور ته په خپرېدو وو او په هر لور کې یې چې مخالفتونه کېدل اسلامي قوت به هغه مخالفتونه د صحابه کرامو او مجاهدینو د قربانیو په واسطه داسې لرې کول لکه روانې اوبه چې په مخه کې پراته خاشاک له خپلې مخې لرې کوي پدې وخت کې هغه وخت را ورسېدو چې مسلمانان او فارسیان به د یوه لوی جنګ په شکل کې یو له بل سره مخامخ کیږي په مدینه منوره کې دا خبرې خپرې شوې چې په عراق کې د فارسیانو سره د مسلمانانو جنګ کیږي نو له شاو خوا څخه مجاهدینو مدینې منورې ته مخه کړه او داسې حالت راغلو چې د مدینې منورې کوڅې له مجاهدینو ډکې وې او سخت بېر بار وو حضرت امیر المؤمنین عمربن الخطاب رضی الله عنه دا مجاهدین له مدینې منورې نه له ځان سره ملګري کړل له مدینې منورې نه یې بهر ته صرار نومي ځای ته را وویستل او دلته یې ورته مرکز جوړ کړو او هلته یې ورته د پاتې کېدلو امر وکولو ، پدې وخت کې د مجاهدینو دا رایه وه چې ددې مجاهدینو مشري د خپله امیر المؤمنین رضی الله عنه وکوي ، پدې اړه حضرت امیر المؤمنین رضی الله عنه د مشورې کسان را ټول کړل مشوره یې وکوله .
صحابه کرامو رضی الله عنهم ورته مشوره ورکړه چې نه .. تاسې خپله په مدینه منوره کې پاتې شئ او یو بل څوک د فوج په مشري باندې جهاد ته ولېږئ بیا دا مشوره په حضرت سعید بن ابی وقاص رضی الله عنه باندې راغله ځکه له یوې خوا صحابي دی او له بلې خوا په جرئت ، ایثار ، ذکاوت ، زیرکتیا ، قرباني او شجاعت کې ځانګړې بېلګه وه حضرت سعید بن ابی وقاص رضی الله عنه یې را وغوښت ورته یې وویل:
ما ته د عراق لور ته جنګي قوماندان کړې زما وصیت یاد ساته ته یو داسې کار (جهاد) ته ځې چې ډېر سخت دی او په هغه کې صرف حق کامیابیږي ، خپل ځان او خپل ملګري به د په خیر سره عادت کړې ، او پدې پوه شه چې جنګ ټول صبر دی ، څه چې درته رسیږي په هغه به صبر کوې ، په ځان کې د الله تعالی وېره را ټوله کړه او د الله تعالی وېره په دوو شیانو کې را ټولیږي د الله تعالی اطاعت او له ګناهونو ځان ساتنه.
دا موجوده مجاهدین د حضرت سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه په مشري کې له مدینې منورې څخه روان شول چې په کوم کلی به تېرېدل نو هغوی ته به ېې هم د جهاد لور ته دعوت ورکاوه د عراق په ذی قار ولایت کې د مجاهدینو یوې بلې ډلې د حضرت المثني بن الحارثه رضی الله عنه په مشری د حضرت سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه د ورتلو انتظار کاوه او د حضرت سعد رضی الله عنه هم ډېر شوق وو چې د حضرت مثني رضی الله عنه سره وګوري لکن الله تعالی ته منظوره نه وه چې ترڅو حضرت سعد رضی الله عنه ور رسېدو حضرت مثنی رضی الله عنه چې له مخکې نه زخمي شوی وو په شهادت رسېدلی وو او د هغه ورور د لښکر مشري په غاړه اخیستې وه.
حضرت سعید بن ابی وقاص رضی الله عنه له خپل لښکر سره الاشراف نومي ځای ته ورسېدو هلته ورته د حضرت المثني بن حارثة ورور المعنی بن حارثه مخې ته راغلو او د حضرت المثني بن حارثة وصیت یې ورته راوړو چې په هغه کې یې حضرت سعید رضی الله عنه ته لیکلي وو چې د فارسیانو په ښارونو کې په بې پروايي سره مه ننوزه ، قدم په قدم ځه او خپل خیال ساته او بې پروایی مه کوه ، چې لږ علاقه ښه پاکه کړې بیا مخکې ځه.
حضرت سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه پدې وخت کې په اشراف نومي ځای کې وو چې د حضرت امیر المؤمنین عمر رضی الله عنه خط هم ورته ورسېدو چې امر یې ورته کړی وو چې په همدې ځای کې قادسیه نومي ځای دی هلته به لاړ شې او هماغلته به خپل مرکز جوړ کړې مخکې به نه ځې له دې ځایه به په فارسیانو باندې ورغلې لارې بندې کړې. د قادسې په طرفونو باندې به مجاهدین ودروې او په منظمه توګه پهره به ورباندې شروع کړې او ماته به یو خط را ولېږې د قادسې ټول احوال ، د خلکو وضعه ، د دښمن حالات به داسې راته ولیکې لکه زه چې هلته وم ګورم یې او په خپلو کړو وړوکې به ډېر زیات احتیاط کوې .
یبري تاریخ (تاریخ الطبری) حضرت سعد رضی الله عنه قادسیې ته ځان ورساوه او هلته یې په یوه مناسب ځای کې مرکز جوړ کړو دلته چې د مجاهدینو نورې ډلې له مخکې څخه را رسېدلې وې هغوی له حضرت سعد رضی الله عنه سره یوځای شول اوس د مجاهدینو تعداد ۳۶۰۰۰ (شپږ دېرش زره کسانو) ته ورسېدل چې ۳۰۰ پکې صحابه کرام وو څو اویا کسان پکې هغه صحابه کرام هم وو چې په بدر کې یې شرکت کړی وو (په اسلامي تاریخ کې هغوی ته بدریان ویل کیږي او الله تعالی ورته لوړه مرتبه ورکړې وه) او ۷۰۰ کسان پکې د صحابه وو زامن وو رضی الله عنهم اجمعین او تر اوسه پورې په عراق کې د مسلمانانو چې څومره فوجونه وو دا یې تر ټولو لوی فوج وو.
حضرت سعد رضی الله عنه دلته په قادسیه کې له خپلو مجاهدینو سره یوه میاشت تېره کړه پدې موده کې یې د فارسیانو څخه هېڅوک ونه لیدل او پدې دوران کې به یې هر وخت د مجاهدینو چریکې ډلې لېږلې او هغوی به په کامیابي سره بېرته را تلې او فعالیتونه به یې کول حضرت سعد رضی الله عنه څه کسان ولېږل چې لاړ شي او په استخباراتي توګه معلومات وکوي چې فارسیان په څه حال کې دي، هغوی بېرته احوال راوړو چې د فارسیاني اوسني مشر یزدجرد د مسلمانانو د مقابلې لپاره ټول هغه څه په کار اچولي او تیار کړې دي چې دوی یې لري او اراده یې داسې کړې ده چې مسلمانان به بېرته د عراق له خاورې په مکمله توګه وباسي او د یو لوی جنګ تیاری یې کړی دی چې ډېر زیات کسان جنګیالي یې را مخې ته کړي دي او هغه کسان یې د دوی په سر مشران کړي دي چې کافی جنګي تجربه لري لکه په دوی کې مشهور کسان جالینوس، هرمزان ، رازیوالبیرزان، بهمن جاذویه او داسې نور او د جنګ مشری یې رستم بن فرخزاد الارمني ته ور په غاړه کړې ده چې هغه هم د ښې تجربې لرونکی وو . نور بیا ان شاء الله
مراجع
تاریخ الطبری
البدایة و النهایة
التاریخ الاسلامي
ویکپيډیا پوهنغونډ
قصة الاسلام دکتور راغب سرهانی
مننه وردګ صاحب ! ډېره په زړه پورې او معلوماتي لیکنه وه، نورو برخو ته مو سترګې په لار یو.
ورور مو عابد علمي