تاند، شنبه، د اسد ۱۲مه: د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، دا مهال افغانستان ته ۵۰ سلنه وارداتي اقلام په قاچاقي لارو راوړل کېږي.

دغه خونه زیاتوي، په قاچاقي توکو د سوداګریزو توکو د افغانستان بازارونو ته سخته صدمه رسولې ده.

خان جان الکوزی د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وايي، دا مهال د افغانستان په بندرونو باندې په رسمي ډول دومره توکي نه واردېږي، لکه څومره چې له قاچاقي لارو د سوداګریزې مافیا په مرسته را اړول کېږي.

نوموړی وايي، د له ګمرکي محصولاتو پرې کولو پرته افغانستان ته قاچاقي وارداتو دعوایدو په برخه کې هم خورا کموالی راوستی دی.

نوموړی وايي، له ګمرکونو څخه هم د فساد په مرسته د سوداګریزو مالونو د لاریو وتلو ګراف لوړ تللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *