فضل کټوازی – په سهیلې کوریا او آسټرالیا کې د افغانستان پخوانۍ ډيپلومات
Email: [email protected]
اوسمهال افغانستان که له یوې خوا له څلورو لورو د اټمې مواد لرونکو، تولیدونکو او په تیره بیا تر یوې اندازې پورې د دغو حساسو موادو د قاچاقونکو هیوادونو په ولکه کې راګیر هیواد دي خو بلیخوا بیا له بده مرغه افغانستان په یوه داسې حساس جغرافیاېې موقعیت کې پروت دی چېرته چې دولتې او نادولتې ترهګرې ډلې ټپلې د نړۍ او سیمې د نورو هیوادونو په پرتله ډیرې فعاله او پیاوړي دې.
د سهیلې او مرکزې آسیا د هیوادونو تر منځ د کمیایی وسلو روانې سیالۍ او دمګړۍ د سورېې په کورنۍ جګړه کې د ښکیلو ډلو لخوا د زهرجنو غازو کارونې د سیمې ناباوره انځور د ټولې نړۍ د ولسونو او سیاستوالو برسیره، د فکر خاوندانو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د ویټو حق لرونکېو پنځو مهموغړو لکه امریکا، انګلیستان، چین، فرانسې او روسې چارواکې له یو لړ تشویشونو او ګواښونو سره مخ کړي دې.
له تاریخې پلوه افغانستان کله هم نیوکلیر، کیمیاېې، بیالوژیکې او ریډیالوژیکې سلاوې نلرلې او نه ېې چارواکو د رانیولو هڅې کړې دې، مګر د سیمې بیا په ځانګړې توګه د ګاونډیو هیوادونو د اټمې موادو د لاسته راوړو او زیاتولو اوسني چټک زغل ېې له پخوا نه زیات وګړو اوځمکنۍ بشپړتیا او خوندي چاپيریال له لویو ننګونو او ګواښونو سره لاس او ګریوان کړې دي.
دیادولو وړ ده، چې د اټمې موادو په اړه د افغانستان د حکومت او د چاپیریال ساتنې د نړیوالو ادارو سره اندیښنې هله زیاتې شوې،کله چې په ۲۰۰۸ م کال کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې پاکستان د طالبانو د واکمنۍ په مهال د خپلو اټمې بټیو ډیرانونه د افغانستان د هلمند او کندهار په ولایتونو کې خښ کړې وو، چې د ولایتونو شینوالې او اوسیدونکو ته ېې یو لړ روغتیاېې ستونزې پیدا کړې وې. همدا موضوع علت سوه چې د افغانستان پخواني حکومت په بیړني توګه د اټمې څیړنو لپاره د افغانستان د اټمې انرژې عالې کمیسیون جوړ کړو او ورته ېې دنده وسپارله ترڅو زر تر زره د دې ادعاوو په اړه څیړنې وکړې، خو له بده مرغه د نوموړې کمیسیون د څیړنو پایلې لا تر اوسه د سیاسې او امنیتې ملحوظاتو او مصلحتونو له عمله ندې په ډاګه شوې.
که څه هم د افغان دولت په اوسنۍ بهرنۍ تګلاره کې په ښکاره توګه راغلې دې، “چې افغانستان نړۍ او په خاصه توګه سیمه د اټمې موادو څخه پاکه غواړې او په دې ساحه کې به افغانستان خپلې هڅې هیڅکله ونه سپوموې”.
همداراز، په تیرو دیارلسو کلونو کې افغانستان د اټمې انرژې د نړیوالې ادارې IAEA د بورډ د مهم غړیتوب ترڅنګ په نورو ګڼو نړیوالو تړونو او کنوانسیونو کې غړیتوب تر لاسه کړۍ دي. افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۵۴۰ لمبر پریکړه لیک ته د یوه ژمن هیواد په توګه باید د خپلو وارداتو او صاداراتو لپاره په نړیوالو معیارونو برابر قوانین جوړ کړې، ترڅو د خپلو سوداګریزو معاملو او د خپل حریم څخه د بهرنیو هیوادونو د مالونو د ټرانزیټ او انتقال لپاره د نړیوالو قوانینو سره سم د استراتيژيکو موادو د صادرولو او واردولو په اړه قوانین او تګلارې ولري.
لکه څرنګه چې له یوېخوا افغانستان د دریو لسیزو روانو تپل شویو بهرنیو او کورنیو جګړو او ناخوالو څخه تر اوسه خلاص شوۍ نده خو له بلیخوا بیا دا د افغانستان د اوسنې حکومت او همدارنګه د نړیوالې ټولنې ستره دنده او مسؤولیت جوړیږې، چې د افغانانو د ژوند د خوندیتوب په خاطر ورسره د ماډرنو قوانینو په جوړولو او د سرحدونو په عصرې ټیکنالوژئ د سمبالولو په ساحه کې هر اړخیزې همکارئ وکړې.
له نیکه مرغه د ۲۰۰۸ کال راهیسې افغان حکومت د متحده ایالتونو د صادراتو او سرحدونو د امنیت د پروګرام په همکارۍ او مالې مرسته، د اړوندو وزارتونو د چارواکو د صادراتو او وارداتو په اړه د پوهاوۍ د لوړولو او همدارنګه د افغانستان د صادراتو او حساسو موادو د لیږد رالیږد لپاره د قوانینو په جوړولو کې مربوطه چارواکو لپاره د یو لړ ورکشاپونو، سیمینارونو او کانفرانسونو په جوړولو ېې د قانون مسوده د افغانستان په دواړو رسمې ژبو چمتو چمتو او د عدلې وزارت په واک کې ورکړې ده.
د افغانستان د استراتیژیکو موادو د صادرولو او واردولو د قانون له مخې به د اړوندو ادارو لکه د سوداګریزو ، بهرنیو، کورنیو، دفاع او مالېې وزارت او همدارنګه د ملې امنیت ریاست د لوړپوړو چارواکو په شمول یو ګډ حکومتې کمیسیون جوړیږې ترڅو د حساسو اجناسو د سوداګرۍ په اړه د جوازلیکونو د ورکولو اختیار او صلاحیت ولرې.
ګواښونه !
د افغانستان له سرحدونو سره د تیرو کلونو د همسایه ګانو د اټمې موادو د آزموینو او په سیمه کې د حساسو موادو اوسنۍ چټکه سیالۍ او په تیره بیا د سورېې په کورنۍ جګړه کې د استفاده شویو زهرجنو ګازونو او د زرګونو خلکو مړینه او په ځانګړې توګه د افغان ولس روغتیاېې او ځمکنې تمامیت ته په کتو سره افغانستان له یو لړ ګواښونو او چیلنجونو سره مخ کړۍ دي.
یوه بله ستره ننګونه په سیمه کې د دولتې او نادولتې ملاتړ لرونکو ترهګرو ډلو ټپلو او اشخاصو څرګند او فعاله شتون دي چې ورځ تر بلې د همسایه هیوادونو اټمې موادو او بټیو ته په آسانه کولاې شې لاسرۍ پیدا کړې او د خپلو شومو هدفونو لپاره ېې وکاروې چې پایلې به ېې په نړیواله کچه نه جبرانیدونکئ یو لوې ناورین را مینځته کړې.
د افغانستان د خلاصو سرحدونو، په هواېې ډګرونو کې د عصرې لابراتوارونو او تجربه لرونکو پرسونلو نشتون ، په دولتې ادارو کې د فساد زیاتوالۍ او د کیماېې، بیالوژيکو او نیکولیر موادو خپلواکه او بی مهاره قاچاق که مخنیوۍ ونشې ، افغانستان به په راتلونکې کې له یو لړ ګواښونو او ننګونو سره مخ کړې.
سپارښتنې او پایلې!
د افغانستان حکومت ته په کار ده، چې زر تر زره د استراتیژیکو موادو د کنټرولولو په اړه د قانون مسوده پارلمان ته وسپارې ترڅو له تصویبولو څخه وروسته وکولاې شې د نورو هیوادونو په څیر د امریکا په شمول د نړیوالو پرمختللو پیاوړو اقتصادې هیوادونو په مټ په عصرې ټیکنالوژې، د خپلو سرحدونو د سمبالښت او د حساسو موادو په اړه د چارواکو د روزنې لپاره اړینې مرستې تر لاسه کړې.
افغان حکومت باید د ملګرو ملتونو او نړیوالو فورمونو له لارې په راتلونکې کې د خپلو سرحدونو سره نزدې د همسایه هیوادونو د اټمې آزموینو موضوع په جدې توګه پورته کړې ترڅو په راتلونکې کې د خپلو وګړو او ځمکنې بشپړتیا نړیوال او سیمیز ډاډ او تضمین ترلاسه کړې.
که چیرته افغان دولت د حساسو موادو صادرات او واردات د یوه منظم او په نړیوالو معیارونو ولاړ قانون له لارې کنټرول کړې نو دا به په نړیواله کچه د افغانستان سیاسې پرستیژ او اعتبار ته ډیره ګټه ورسوې او افغانستان به د نړیوالې ټولنې د یوه بامسؤوله هیواد په توګه په رسمیت وپیژندل شې.
افغانستان به وکولاې شې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ۱۵۴۰ پریکړه لیک له مخې د اټمې موادو د مخنیوې د لویو نړیوالو رژیمونو او همدارنګه، د سترو اقتصادې هیوادونو سیاسې او اقتصادې ملاتړ او همکارې تر لاسه کړې.
او همدارنګه، په ټولیزه توګه افغانستان به وکولاې شې ترڅو نړیواله ټولنه وهڅوې ترڅو د افغانستان خلکو او خاورې ته د متوجه چیلنجونو او ګواښونو په اړه لازمه پاملرنه ځانته جلب کړې.
ډیر ښکلی مطلب دی ، هیله ده چی د افغانستان دولت داسی مسایلو ته جدی پاملرنه وکړی.