تاند- د امریکا پوځي چارواکو وویل چې له الاسکا څخه یې افغانستان ته د څه باندې ۲ زره ځواکونو او پرسونلو د لېږلو کار پیل کړی دی.
د الاسکا پبلیک ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې امریکا افغانستان ته ۱۵۰۰ ځواکونه ولېږي خو د الاسکا په پوځي اډه کې د پوځ یوه چارواکي وویل چې افغانستان ته ۲ زره ځواکونه او پرسونل استوي.
الاسکا پبلیک ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان ته د دغه ځواک لېږل پیل شوي دي.
په دې مناسبت د الاسکا د المندروف ریچاردسن په پوځي اډه کې ډګروال مارک کولبروک وویل، د دې اډې ۲ زره پوځیان به په افغانستان کې ۹ میاشتې تېرې کړي.
ډګروال کولبروک وویل، دا پوځیان به په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې او مشوره ورکولو مسوولیت ولري.
ټاکل شوې ده چې د امریکا له نوې ستراتیژۍ سره سم امریکا افغانستان ته لږترلږه ۳۵۰۰ نور پوځیان ولېږي.
د هغې مهالوېش پر اساس چې د امریکا تېر حکومت او د ناټو نورو غړیو پرې سلا کړې وه، په پام کې وه چې اوس له افغانستانه ټول بهرني پوځیان وتلي وای خو پر جګړې د وسله والو طالبانو ټینګار د دې سبب شو چې امریکا نه یوازې پاتې ۸۴۰۰ سرتېري له افغانستانه ونه باسي، بلکې د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره شاوخوا ۴ زره نور سرتېري او زیات شمېر جنګي الوتکې افغانستان ته راولېږي.