تاند- د سي آی اې یوه پخواني رييس خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو له وتلو او نورو خواوو ته د لوېدیځو هیوادونو د پام له اوښتلو سره دا خطر شته چې افغانستان یو وار بیا د سختدریځو پر ځالې بدل شي.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي آی اې د اسلام اباد د څانګې پخواني رييس او د افغانستان په اړه د یوه نوي کتاب لیکوال رابرت ګرینر وايي، دا هیواد کېدای شي د هغو جهادیانو په پناهځای واوړي چې اوس په سوریه او عراق کې جنګېږي.

د ده د خاطرو کتاب، چې «په کندهار کې ۸۸ ورځې» نومېږي، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې له حملو وروسته په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د پرزولو د مهال تجربې بیانوي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې رابرت ګرینر د نیو امریکا د تحقیقاتي انستیتیوت له لوري په یوه ترتیب شوې غونډه کې وویل:«ویلی شم چې په افغانستان کې د سختدریځو ځاله به دا ځل ممکن تر پخوا، چې د سپټمبر د یوولسمې په مهال وه، زیاته خطرناکه وي.»

ده وویل، که له افغان طالبانو د پناه غوښتنه وشي، دوی به خپل متحدان، که هغه پاکستاني طالبان دي یا نور سختدریځي لکه د اسلامي دولت وسله واله ډله، رد نه کړي.

په پاکستان کې د سي آی اې دغه پخواني مشر زیاته کړه:«په پاکستان کې دننه ځینې ډلې شته په اسلام اباد کې پر حکومت حملو ته وقف دي. دوی له دې کاره لاس نه اخلي.»

د ګرینر په وینا طالبانو ته هر شی دوه رنګه ښکاري، تور او سپین.« په اسلام کې یې حکم شوی او که نه دی؟»

ده تاکید وکاوه چې طالبان به هغو کسانو ته شا وانړوي چې د پولې ورهاخوا له ایدیالوژیکي یا نظریاتي پلوه له دوی سره یووالی لري.

ګرینر وايي چې په دې باور نه لري چې طالبان به نړیوالو تروریستانو ته «نه» ووايي. نو که دوی په زیات شمېر کې سیمې ته یوار بیا راغلل، هماغسي چې وېره یې شته، بدې نتیجې به ولري.

د ګرینر په کتاب کې په ۲۰۰۱ میلادي کال د امریکا له حملې د ملا عمر د روغ وتلو او د حامد کرزي د نژدې وژل کېدو پېښې هم تشریح شوي دي.

ده دا موضوع هم څرګنده کړې چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې له حملو وروسته یې د پاکستان په یوه هوټل کې د طالبانو دوهم نمبر مشر څرنګه د ملا عمر پر ضد کودتا ته وهڅاوه. د کودتا هڅه ناکامه شوه.

په پاکستان کې د سي آی اې پخوانی مشر دا هم وویل، شک لري چې له طالبانو سره دې د سولې د خبرو هڅه بریالۍ شي ځکه چې د ده په وینا طالبان لا هم باور لري چې حکومت پرزولی شي او بیا په کابل کې واک ترلاسه کولی شي.

د ګرینر په وینا طالبان تیار نه دي چې سیاسي رول ولوبوي او په پارلماني سیاست کې برخه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *