لویه څارنوالي

تاند- د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه خبریال ته اجازه ورکړل شوه چې افغانستان ته راشي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د جنجال په ترڅ کې یې د کودتا د احتمال په اړه راپور خپور کړی و.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ولسمشر اشرف غني احمدزي یوه نژدې ملګري داوودسلطانزوی نن /یکشنبه/ وویل چې د هیواد لوی څارنوال ته ویل شوي چې د دغه امریکايي خبریال په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د نیویارک ټایمز خبریال متیو روزنبرګ د افغانستان د انتخاباتي جنجال په مهال په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې د کرزي د حکومت یو شمېر جګپوړي چارواکي د کودتا په فکر کې دي.

سلطانزوی وویل چې افغانستان ته د متیو روزنبرګ پر راتګ د بندیز د لېري کولو په اړه د اختر په لومړۍ ورځ پرېکړه وشوه. سلطانزوی دا هم وویل چې دوی د انتخاباتي کمپاین په مهال ژمنه کړې وه چې د رسنیو او بیان ازادي ته به بشپړ درناوی وکړي.

روزنبرګ د کودتا په اړه د راپور له خپرولو وروسته لویې څارنوالۍ ته جلب شو خو حاضر نه شو چې د خپل خبر سرچینه په ډاګه کړي. ده د ناڅرګندو چارواکو په قول ویلي و چې که کاندیدان موافقې ته ونه رسېږي یو شمېر وزیران غواړي چې کودتا وکړي او موقت حکومت جوړ کړي.

روزنبرګ، چې ګومان کاوه کرزی د اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي، له افغانستانه تر اخراجېدو وروسته د کارلو تګال په مرسته د افغانستان په انتخاباتو کې په درغلیو مفصل راپور خپور کړ او اشرف غني احمدزی یې په درغلۍ تورن کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *