تاند- (پنجشنبه، د قوس ۸) د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن (پنجشنبه) په متحدو ایالتونو کې د شکر ایستلو (Thanksgiving) په ورځ ناببره افغانستان ته راغی.

دا افغانستان ته د ښاغلي ټرمپ لومړنی سفر دی.

د ټرمپ الوتکه د افغانستان په وخت د شپې په ۸ بجې او ۳۰ دقیقې د بګرام په هوايي اډه کې کښېنسته.

ده په بګرام هوايي اډه کې شاوخوا دوه نیم ساعته له امریکايي پوځیانو سره تېر کړل.

امریکايي رسنۍ وايي چې خبریالانو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د ټرمپ د دې پټ سفر په اړه راپورونه چمتو کړي.

ټرمپ نژدې دوې میاشتې وروسته له دې افغانستان ته سفر وکړ چې له طالبانو سره یې د سولې خبرې لغوه کړې.

ده مخکې تر دې چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره وویني له امریکايي پوځیانو سره ماښامنۍ وخوړه.

ده د خپلو کتنو په یوه برخه خبریالانو ته اجازه ورکړه چې ورسره وویني.

ده وویل چې امریکا به له طالبانو سره خبرو ته دوا ورکړي.

ټرمپ چې د ولسمشر غفني ترڅنګ ولاړ و، وویل«طالبانو غواړي چې جوړجاړی وکړي او موږ له دوی سره وینو او وایو چې باید اوربند وشي، خو دوی نه غوښتل چې اوربند وشي مګر اوس دوی غواړي چې اوربند وشي، زه باور لرم چې له دې (اوربند) سره به کار پر مخ لاړ شي.»

ده د خپلو کتنو په یوه برخه خبریالانو ته اجازه ورکړه چې ورسره وویني.

د ټرمپ او غني ۴۵ دقیقه يي غونډه

دواړو هم ولسمشر غني او هم ولسمشر ټرمپ وویل چې د دوی کتنه یو ویاړ دی.

ټرمپ له غني سره ۴۵ دقیقې خبرې وکړې او څو شېبې یې خبریالانو ته هم موقع ورکړه چې پوښتنې وکړي.

ولسمشر غني وویل چې د ښاغلي ټرمپ په دوره کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو مرګ ژوبلې کمې شوي دي.

ټرمپ وروسته له دې ولسمشر شو چې امریکا خپل محارب ځواکونه له افغانستانه وایستل.

ښاغلي غني وویل چې طالبانو ته به ډېر واک ورنه کړي خو ویې ویل، ټرمپ باید د افغانستان د سولې لپاره حدود ونه ټاکي خو افغانستان حاضر دی چې د امریکا امنیت او د افغانانو ازادۍ تضمین کړي.

ولسمشر غني وروسته د ښاغلي ټرمپ په بلنه امریکايي پوخیانو ته وینا وکړه. ده د امریکايي پوځیانو او د هغوی د کورنیو د غړیو مننه وکړه.

ده ورته وویل«موږ به هیڅکله اجازه ورنه کړو چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمه تکرار شي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *