خبریال: میرویس جلالزی – افغانستان ته له یو شمیر بهرنیو هیوادونو راغلي کډوال شکایت کوي چې په دغه هیواد کې ورته هیڅ راز معیاري ژوند په پام کې نه دی نیول شوی او افغان حکومت په بشپړه توګه هیر کړي دي.
دغه کډوال د عراق، تاجکستان، عربستان، ایران او پاکستان وګړي دي چې د بیلا بیلو سیاسي او ټولنیزو فشارونو له کبله افغانستان ته را کډه شوي دي.
هغوی چې شمیر یې تر سل تنو اوړي د پلازمینې کابل په بیلا بیلو برخو کې ژوند کوي.
دغه کډوال وايي چې دوی له خپلو پلرنیو ټاټوبو د یوه ښه ژوند د موندلو لپاره افغانستان ته راغلي خو یو شمیر نور یې بیا وايي غربي هيوادونو کې د پناه غوښتني لپاره له خپلو هيواونو څخه راوتلي او په افغانستان کي تم سوي دي.
یو شمیر کډوال وايي چې دوی اروپايي هیوادونو ته د تلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د ملګرو ملتونو د کډوالو له لویې کمشنرۍ یا UNHCR سره په کابل کې ثبت کړي دي.
له دغو کورنيو څخه يوه یې د پاکستان له کوټي ښار څخه کډواله سوې او د کابل د خیرخانې مینې په یوه غرنۍ سیمه کي په يوه يخ کور کې ژوند کوي.
دوی وايي د کابل يخ او د ژوندانه خراب شرايط یې په دې سبب پر ځان باندي منلي دي، چي کېدای سي په يوه غربي هيواد کي یې پنا غوښتنه ومنله سي.
افغانستان هغه هیواد دی چې په خپله یي اوس وګړي نورو خوندي ملکونو ته د تیښتې په لټه کې دي او همدا اوس اوس یې نږدې پينځه ملیونه وګړي د پاکستان، ایران،عربستان، تاجکستان او یو شمیر نورو هیوادونو کې ژوند کوي.
یاد کډوال نن سبا د افغانستان په ټولنيز ژوند کې له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي.
هغوی وايي نه شي کولای په اسانه سرپناه پيدا کړي. د دغو کډوالو يو تن علي باقر وايي، چي په ۱۱ مياشتو کي یې درې ځله له يوه کوره بل ته کډه کړې ده. دی وايي د دې کار دليل دا دی چي پاکستانی دئ او ټول خلک ورته د طالب خطاب کوي او بې عزتي او سپکاوی یې کيږي.
په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ UNHCR وياند نادر فرهاد وايي چي په دغه هيواد کي د مختلفو هيوادونو نژدې سل کورنۍ ژوند کوي، او د هر هغه کډوال چي د پناه غوښتنې شرايط یې پوره کړی وي غوښتنليکونه یې منل کيږي.
فرهاد وايي، له دغو کډوالو سره د دوی له خوا يوه اندازه مرسته هم کيږي او د زده کړو او روغتيايي چارو ته يې د لاسرسي زمينه برابروي، خو وايي چي دغو مرستو ته لاس رسی وخت غواړي.
ښاغلی فرهاد وویل چې د دغو کډوالو غوښتنلیکونه دوي سره ثبت دي او دوی پرې کار کوي.