بدلون

قوي ارادې غرونه هواروي، د سیندونو مسیر بدلوي، پر سمندرونو د کنټرول تور غوړوي، د ځمکې په نس ننوزې او د آسمان و سینې ته د سفر مخه یې هیڅ ځواک نشي را ګرځولای، د شمسي نظام له یوې سیارې تر بلې تګ راتګ ساتېری ورته ایسي؛ بني آدم پر همدغې ارادې په تکیه سره پر مریخ د خپل اختیار دامونه واچول، وړاندې په مخ کې له هیڅ خنډوخاره ډار نه لري او هوډ لري چې ټول کاینات د خپل واک په غېږه کې راښکېل کاندي.

د متمدنې دنیا متمدن، په ژبه پوه، با اراده او د انسانیت په رښتیني جوهر پسوللي انسان دا او نور خارق العاده پرمختګونه د علم په برکت د تخیلاتو له توهمې حوزې څخه د ممکناتو واقعې ساحې ته را انتقال کړي دي؛ له بده مرغه، یو وخت داسي و چې زموږ افغاني جمعي شعور دا هرڅه درواغ او کفری پروپاګند باله خو چې دغه علمي بریاوې د نوې ټکنالوژۍ د نخرو او کرشمو په زور په سترګو ور ننوتې او د انکار لارې یې پر وتړلې نو بیا هم د دې پر ځای چې د خپلې قوې- انسانې ارادې په راویښولو سره لستوڼي را بډوهي او نورو نړیوالو غوندې برېښنایې حرکت ته ملا وتړي د لټۍ په ګوتو د مایوسۍ سازونه ږغوي.

تاسو به په خپل چاراطراف کې زیاتې دا ډول سرناوې اورېدلې وي چې دا وطن نه جوړیږي؟

ودان افغانستان ګوند پر خپلو خوږو وطنوالو ږغ کوي چې نن سبا د وطن جوړول ترهر څه اسان کار دی ځکه د ټولې دنیا زبردستې تجربې مو مخ ته پرتې دي او اړ نه یو چې نوې تجربه وکړو او د پرمختګ نوې لارې ـ چارې ومومو، په نوې تجربه کې ممکن د ناکامۍ بېره موجوده وي مګر زموږ په وړاندې داسي ډارهم نشته یوازې د جمعي ارادې جرات په کار دی.

موږ په دې باور یو چې د ځینو په اصطلا، نه جوړېدونکي او پسمانده افغانستان کې کله یو سړی ښه لوکس او عصري شخصي کور جوړولای شي، تر ټولو وروستی ماډل موټر ځان ته درولای شي، په واده کې د خدای تعالی د فرمودې له مخې د شیطان د ورور غوندې حیرانوونکی اسراف کولای شي، مېلې، منظرې او څو ماینې کولای شي او … نو بیا جانان وطن هم خامخا جوړېدلای شي او ټوله دنیا به یې له خیره سیل کوي چې ودان افغانستان څه مانا!!

و.ا.ګ یوازې توصیه نه کوي بلکې د ټول افغانستان د پېشرفت لپاره یې یوه جامع او علمي کړنلار رامنځته کړې او د هغې د تطبیق لپاره یې منطقي- تطبیقي میکانیزمونه معرفي کړي دي او لا جالبه دا چې د خپل دغه موډرن فکر د عملي کېدو لپاره نه پردیو ته بلنه ورکوي، نه یې کورنیو بي ارادې، مایوسو او خپلچاروکو ته ور پرېږدي او نه هم د کوم غیبانه ځواک د راتګ په بیعقله تمه کښېني بلکې خپله یې د عمل ډګر ته را دانګلي دي او دا یې شعار دی چې آن خدایتعالی هم زموږ په ژوند کې بدلون نه راولي، تر هغه چې په خپله د بدلون اراده پیدا نکړو.

د و.ا.ګ سیاسي مبارزین بېغمه وایي چې افغانستان زموږ ګډ کور دی، په خپله به یې په ګډه جوړوو، موږ نور دا شرم او دا بې ننګې نه شو زغملای چې د خپل کور جوړېدو لپاره نورو ته عذر و زارۍ وکړو او د خپلې ښځې، خور و مور د حفاظت لپاره د پردیو عسکرو پیرې ودروو.

موږ د خپل انساني-سیاسي طرزتفکر پر مقناطیسیت پوره ډاډه شوي یو ځکه زموږ د علمي ـ عملي پیام د جاذبې ملي ساحې ته هره ورځ وطنپرست، پر علم و پرمختګ مین افغانان، په تېره بیا ځوان قشر، په آګاهانه او عاشقانه توګه راننوزي او د افغانستان ودانولو او په خپل مټ ودانولو اراده مو نوره هم ځواکمنوي او زموږ د افغان ژغورنې د داعیې حقانیت ته نور هم د اثبات زمینه سازوي.

موږ خوشحال یو چې افغانستان نور خپله لار پیدا کړې ده او د ودان افغانستان ګوند علمي ستراتیژي د دغې لارې مشخص ادرس دی، ټول د افغانستان او افغان انسان د حیثیت ساتنې متعهدین دې په دغه ادرس کې سره را ټول شي، خپلې ارادي ته دی انسجام ورکړي، د نورو د مایوسۍ شیطاني خصوصیت او شخصي غرضونه و مرضونه دې هېر کړي او زموږ مجموعي ښېرازي به زموږ فردي غوښتنې هم تضمین کړای شي.

په کلک هوډ سره مخ د وطن- ودانۍ پر اور!!!

ان شاءالله

بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۲) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۹\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *