افغان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال پنځوس اوریز جام دوهمه رسمي تمریني سیالي د متحده عربي اماراتو له لوبډلې څخه وګټله
د ۲۰۱۵ زیږدیز کال نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو تمریناتي لوبو په ترڅ کې نن د هیواد کرکټ ملي لوبډلې خپله دوهمه تمریناتي سیالي د متحده عربي اماراتو له لوبډلې څخه وګټله.
د لوبې پچه افغان ملي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. افغان توپوهونکو د سیالۍ په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۰۸ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۰۹ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې سمیع الله شینواري ۵۸ او نجیب الله ځدراڼ ۴۶ منډې جوړې کړې.
سیالې لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۴۹ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۹۴ منډې جوړې او سیالي یې د افغان ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسوله. د افغان توپ اچونکو له لوري آفتاب عالم د سیالې لوبډلې ۳ او محمد نبي عیسی خیل ۲ لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ټولو هیوادوالو ته د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې پر وړاندې د هیواد کرکټ ملي لوبډلې تمریناتي سیالۍ ګټلو مبارکي وایي. نوموړی وایي چې، ملي لوبډله به د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې ډیرې ښې لوبې ترسره کړي او د هر ډول سیال پر وړاندې به په قوي مورال د لوبو ډګر ته درومي.
اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی د نن لوبې ګټل په راروانو رسمي سیالیو کې د بریالیتوبونو په مانا بولي. نوموړی وایي چې، نن ملي لوبغاړو هم د توپ اچونې او هم د توپوهنې په برخه کې له ځانه ښې وړتیاوې وښودلې او د لوی خدای ج په مرسته به په نړیوالو رسمي سیالیو کې ښه وځلیږي.