تاند: د ملکي هوایي چلن اداره په خپل چوکاټ کې د اصلاحاتو راوستو او د اروپایي ټولنې له تور لیسته د افغان هوایي شرکتونو د ایستلو لپاره د هڅو د دوام خبر ورکوي.
د ملکي هوایي چلن مشر قاسم وفایي نن شنبه خبري کنفرانس ته وویل، د اروپا تور لیست کې د افغانستان هوایي شرکتونو داخلیدا هیواد ته سخته ضربه رسولې او نړیوالو شرکتونو سره د افغانستان د سیالي دایره یې تنګه کړې ده.
ښاغلي وفایي، کابل سره د اروپا له تور لیست نه د وتلو یوازنۍـلار دا ده چې د هوایي چلن نړیوال سازمان افغانستان ته له پلټنو وروسته د اعتبار سند ورکړي: ( موږ ته اروپایي ټولنې په تکرار ویلي تر څو چې نړیوال تفتیش نه تېر نه شئ باور نه شو درباندې کولای.)
نوموړی وایي، تېر کال د کابل په بلنه د نړیوال هوایي چلن سازمان یو پلاوی هیواد ته راغی او لومړنیو څېړنو کې یې یو لړ لارښوونې او کورنۍ دندې پریښودې، چې په مقابل کې افغان هوایي چلن ادارې اصلاحات چټک کړي دي او اویا سلنه کورنۍ دنده یې بشپړه کړې ده:( د قانون له اصلاح نه نیولې د تشکیلاتو، نویو پلانګزاریو او مقرراتو پورې مو ټولو برخو کې اصلاحات راوستي.)
ښاغلي وفایي زیاته کړه چې د نړیوال هوایي چلن سازمان به راتلونکې دسامبر میاشت نه افغانستان کې لومړنۍ پلټنې او تفتیش پیل کړي: ( دا پلټنې زموږ د غوښتل شوي مهالویش له مخې د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې دوام کوي، موږ به ورته بشپړه اسانتیا برابروو او تر هغې به خپلې کورنۍ دندې هم بشپړوو.)
ښاغلي وفایي د پروازونو د خوندیتوب او د پیښو د څېړنې د یوې کمیټې جوړولو په اړه هم خبر ورکړی چې په وینا یې کابل به د دغو ټولو اصلاحي اقداماتو په اساس نړیوال تفتیش نه بریالی وځي او د اروپایيـټولنې له تور لیست څخه به هم د افغان هوایي شرکتونو وتلو ته زمینه برابره شي: (که دا کار وشي اروپا ته به له کابله مستقیم پروازونه پیل شي)
اروپایي ټولنې د پروازونو د نه خوندیتوب او د الوتکو د زړښت له امله څو کاله وړاندې د افغانستان ټول هوایي شرکتونه تور لیست ته واچول او له اروپایانو یې غوښتنه وکړه چې افغاني الوتکو کې سفر ونه کړي.