تاند – نن د افغانستان د خپلواکۍ ۹۶ کلیزه ده. په کابل کې دغه اوس ډزې روانې دي خو دا د جګړې ډزې نه دي، دا د اورلوبې ډزې دي چې ولس د استقلال ورځ لمانځي.
د وزیر اکبر خان پر غونډۍ د لمر له پریوتو سره اورلوبې پیل شوې. د دې لپاره چې د خلکو اندیښنه پیدا نه شي د کورنیو چارو وزارت وار له مخه بیان خپور کړی و چې د شپې په مخه به اتش بازي وي. د کورنیو چارو وزارت خلک ته د امنیت په اړه هم ډاډ ورکړی دی، خو له بل پلوه په کابل کې د امریکا د متحد ایالتونو سفارت په خپلې ویبپاڼې کې دا خبر خپور کړی دی چې داسې معلومات یې ترلاسه کړې دي چې ښایي پر کابل مشکوک ترورستان پراخ برید وکړي.
افغانستان د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۱۹ له پخوانۍ بریتانیا خپلواکي واخیسته.
د مجاهدینو د حکومت له واکمنۍ سره د غویي اتمه د خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځل کیده او بیا چې کله د حامد کرزي په مشرۍ حکومت تاسیس شو همدغه د ثور ۸ لمانځل کیده، خو د اس��قلال د ورځې به د یوې غونډې په ترڅ کې یادونه کیده. وروسته له کلونو کلونو دا لومړی ځل دی چې د زمري ۲۸ د افغانستان د استقلال د ورځې په نوم په شاندارو مراسمو لمانځل کیږي.
په ولایتونو کې هم د دې ورځې د لمانځلو لپاره واټونه سینګار شوي دي او ټاکل شوې ده چې نن په ټول افغانستان کې خلک دا ورځ ولمانځي.
کمه آذادی ۹۶ کاله دمخه می آذاد کړي وس می بیرته په لاس ورکړې. ده امان الله خان روح به وس په ژړا وی