تاند- د اسیايي شورا د پریمرلیګ په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن په خپله دوهمه مسابقه کې له متحده عربي اماراتو سره مخامخ شو.
لوبه یا بیټنګ افغان لوبغاړو پیل کړ او په خپلو پنځوس اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۳۰۲ منډې جوړې کړې. افغانستان متحده عربي اماراتو ته په ۷۰ منډو ماتې ورکړه.په دې مسابقه کې رحمت شاه ۵ اماراتي لوبغاړي وسوځول.
شاهپور ځدراڼ، که څه هم یو اماراتي لوبغاړی وسوځاوه مګر په ۹ اورونو کې یې یوازې ۳۲ منډې ورکړې. ۴ نور اماراتي لوبغاړي د دولت ځدراڼ، میرویس اشرف، محمد نبي او امیر حمزه له لوري وسوځول شول.
په دې لوبه کې نورعلي ځدراڼ په ۷۳ توپونو ۵۳، عثمان غني په ۷۷ توپونو ۵۵، محمد نبي په ۵۷ توپونو ۷۷ او سمیع الله شینواري په ۶۸ توپونو ۸۲منډې جوړې کړې.
سمیع الله شینواری تر پایه ونه سوځېد. ده په دې مسابقه کې ۹ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهلې. شفیق الله چې د لوبې په وروستیو شېپو کې میدان ته راووت په ۵ توپونو ۱۴ جوړې کړې خو نن حشمت الله شهیدي د تېرې لوبې خلاف ژر وسوځېد. ده په ۷ توپونو ۳ منډې وکړې. رحمت شاه هم په ۱۳ توپونو یوازې ۷ منډې جوړې کړای شوې.
افغانستان تر دې مخکې پرون په لومړۍ مسابقه کې له هانګ کانګ سره مخامخ شو او دغه ټیم ته یې په ۶ ویکټونو اتو ۴۱ منډو ماتې ورکړه.