احسان- د افغانستان کیوکوشین کان کراټې ملي لوبډلې د اسیا – اروپا په سیالیو کې، چې د آذربایجان په پلازمینه باکو کې د غبرګولى په یودیرشمه او د چنګاښ په لومړی او دوهمه نیټه ترسره شوې، درې میډالونه وګټل.

په دې سیالیو سیالو کې د افغانستان پنځه لوبغاړي او درو اداري غړیو برخه اخیستې وه.

په د باکو په سیالو کې د ۸۰ کیلوګرام وزن کې د افغانستان د ملي لوبډلې احمدشاه افضلي د لومړی مقام په ترلاسه کولو سره د سرو زرو مډال خپل کړ او  په ۷۰ کیلوګرام وزن  کې حجت الله سمیع زاده د دوهم مقام په ترلاسه کولو سره د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د دې ترڅنګ په ۹۰ کیلوګرام وزن کې فرامرز افغان د دریم مقام په ترلاسه کولو سره د ژېړو یا برونزو مډال خپل کړ.

د افغانستان په اته کسیزه ډله کې پنځه لوبغاړي او د رهبري پلاوي غړي دا کسان ول؛

1. حجت الله سمیع زاده – مبارز وزن 70 کیلوگرام

2. مقبول شاه گردیوال – مبارز وزن 70 کیلوگرام

3. محمد آصف افظلی – مبارز وزن 80 کیلوگرام

4. احمد شاه افظلی – مبارز وزن 80 کیلوگرام

5. فرامرز افغان – مبارز وزن 90 کیلوگرام

6. سن سی نور آقا هاشمی – د لوبډلې روزونکي

7. انجینیر سن سی محمد قهار آزادانی – د نړیوال سازمان نماینده او د ملي لوبډلې ریفري

8. شیهان محمد سیر آزادانی – د لوبډلې رئیس

 احسان

د پکتیا کراټې فدراسیون مرستیال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *